نړۍ
لیبیا کې ښکېلو خواوو پر اوربند سلا کړې

په ليبيا کې دوو سيالو ادارو، د ملګرو ملتونو ملاتړلرونکي د ملي تړون حکومت او د خليفه حفتر د ليبيا د ملي پوځ اداره وايي دوى پر اوربند سلا کړې ده.
د حفتر ځواکونو، چې ځان د لیبیا ملي پوځ ګڼي وویل اوربند، چې له نن څخه عملي کېږي، له دې سره تړلی، چې په طرابلس کې د ملي تړون حکومت یې ومني.
د خليفه حفتر د لیبیا د ملي پوځ وياند احمد مسماري په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د ليبيا د عرب وسلوالو ځواکونو عمومي قومانداني د تېرې شپې له دوولسو بجو په غربي ساحه کې د پوځي عملياتو درول او اوربند اعلانوي هيله لري چې مخالف لورى هم دغه اوربند له همدې شېبې مراعت کړي، د اوربند هر راز سرغړونې ته به سخت ځواب وویل شي."
نن سهار وختي د ملي تړون حکومت په یوه انلاین بیان کې ویلي: "د اوربند لپاره د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو د غوښتنې په ځواب کې، د ملي تړون د حکومت د ولسمشرۍ شورا مشر د شپې له دوولسو بجو څخه، چې د جنورۍ دوولسمه کېږي، اوربند اعلانوي."
د طرابلس حکومت تر دې مخکې د اوربند د غوښتنې هرکلی کړی و خو ویلي یې وو چې د خپلو اتباعو ساتنه یې مسوولیت دی.
تر دې مخکې د روسيې او ترکيې د اوربند له غوښتنې سره سره د خليفه حفتر د ليبيا ملي پوځ ويلي وو، له طرابلس څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړلرونکي حکومت د ايستلو لپاره به له خپلې مبارزې لاس وانخلي.
په ليبيا کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت ويلي، چې د اوربند هرکلى کوي او له ټولو خواوو يې غوښتنه کړې، چې دغه اوربند په جديت مراعت کړي.
دغه ماموريت له ښکېلو لوريو غوښتنه کړې، چې د ټولو لانجو د حل لپاره د ليبيايانو ترمنځ د ديالوګ له لارې سوله ييزو هڅو ته زمينه برابره کړي.
ګڼ څارونکي وايي، د ليبيا پاشل شوي او بې ثباته پوځي اتحاد ته په پام سره به په دغه هېواد کې د اوربند ساتل ګران کار وي.
وروسته له هغې چې په ٢٠١١میلادي کال کې پخوانى واکمن معمر القذافي له واک څخه تر پرځول کېدو وروسته ووژل شو، په ليبيا کې ناکرارۍ روانې دي.
دغه هېواد دوې سيالې ادارې لري، چې يوه يې په طرابلس کې د ملي تړون هغه حکومت دى چې ملګري ملتونه يې په رسميت پېژني او بله هم د ليبيا په توربوک ښار کې د خليفه حفتر اداره ده.
د ناټو غړى هېواد ترکيه او د هغې متحد قطر د ليبيا د ملي تړون حکومت ملاتړ کوي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي چې د ملي تړون حکومت د ثبات د يقيني کولو لپاره يې ليبيا ته خپل پوځي پرسونل لېږلى دى.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
زاهدان ښار کې پر محکمې برید کې د بریدکوونکو په ګډون ۹ تنه وژل شوي

د " جیش العدل" ډلې غړو د ایران سیستان بلوچستان ولایت کې پر یوې محکمې برید کړی چې ۶ تنه یې وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د ایران د سپاه پاسدران د عامه اړیکو څانګې نن شنبه په زاهدان ښار کې له شوې دغې حملې څو ساعته وروسته د مرګ ژوبلې دا شمیرې خپرې کړې دي.
برید کې د لږ تر لږه ۳ حمله کوونکو د وژنې راپور هم ورکړل شوی دی.
د ایران قضایه قوې دا برید " ترهګریز" بللی دی.
جیش العدل د برید مسولیت منلی دی.
دغه ډله چې ایران او امریکا یې د " ترهګرو" په توګه پيژني ادعا کوي چې د بلوڅ لږکیو د حقونو د دفاع په خاطر د ایران له حکومت سره جګړه کوي.
ټرمپ سکاټلنډ ته د سفر پر مهال کډوال د اروپا لپاره لوی ګواښ بللی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ناوخته د پنځه ورځني سفر په موخه سکاټلنډ ته رسیدلی دی.
هغه به د یکشنبې په ورځ د بریتانیا له صدر اعظم کایر سټارمر او د اروپایي کمیسیون له مشرې اورزلا فون دیرلاین سره وګوري.
هغه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، کډوال د اروپا لویه وچه " وژني" او په خبره یې اروپایي هېوادونه په ګډه باید د کډوالو مخنیوي ته کار وکړي.
د جرمني ډي.پي.اې اژانس وایي، د سکاټلنډ په ایدینبورګ او ابیرډین سیمو کې د ډونالډ ټرمپ د سفر په ضد مظاهرې هم پلان شوي دي.
د هند پولیسو د یوه (جعلي سفارت) څښتن نیولی

د هند پولیسو نوي ډیلي ته نژدې په اتراپردیش کې هغه ۴۷ کلن کس نیولی چې د خلکو د غولولو او غلا لپاره یې جعلي سفارت جوړ کړی و.
پولیسو ویلي، هارش واردان جین د خپلو چارو لپاره یو کور کرایه کړی و او له خلکو یې په دې پلمه پیسې اخیستې چې ګواکې بهرنیو کمپنیو کې ورته د کار زمینه برابروي.
نوموړي ځان " د شمالي قطب د لویدیځ " سفارت مشر معرفي کړی و او خپلو موټرو ته یې جعلي ډيپلوماتیک نمبر پلیټونه نصب کړي وو.
هغه د خپلې ادعا د اثبات لپاره پر ټولنیزو پاڼو د هند له مشرانو سره جعلي انځورونه هم خپرول.
پولیسو د دغه کس پر کرایي کور د چاپې پر مهال ۵۳ نیم زره ډالر او داسې جعلي پاسپورټونه او اسناد نیولي چې د بهرنیو چارو وزارت ټاپه یې هم درلوده.
ایران او اروپايي هیوادونو د خبرو پر دوام موافقه وکړه

د ایران د باندنیو چارو وزارت مرستیال، کاظم غریبآبادي، د جمعې په ورځ له استانبول څخه خبر ورکړی چې تهران له اروپايي اړخونو سره د ایران د اتومي دوسیې په اړه د "سلا مشورو په دوام" باندې توافق کړی دی.
هغه په یوه پیغام کې چې په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې یې خپور کړی، لیکلي:
«موږ د دوی د وروستي تیریګر جنګ په اړه د هغوی پر دریځونو کلکه نیوکه وکړه، او خپل اصولي دریځونه مو، په ځانګړې توګه د 'سنپبک' په نوم د میکانیزم په اړه، واضح کړل.»
تر دې مخکې ځینو خبري آژانسونو راپور ورکړی و چې د استانبول خبرې ښايي پر ایران د بندیزونو پر بیا وضع کولو متمرکزې وي.
غریبآبادي په خپل پیغام کې دا هم ویلي: «دواړو خواوو مشخصې طرحې درلودې چې بېلابېل اړخونه یې وڅېړل شول او پرېکړه وشوه چې مشورې به دوام ومومي.»
هغه د دغو "مشخصو طرحو" جزئیات نه دي څرګند کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو او د فرانسی، جرمني او بریتانیا استازو د جمعې په ورځ، (جولای ۲۵)، په استانبول کې خبرې پیل کړې. دا خبرې د ایران د اتومي پروګرام د لانجې د حل لپاره د نوې هڅې په چوکاټ کې ترسره کېږي.
دا وروسته له هغه چې تېره میاشت د اسراییل او ایران ترمنځ ۱۲ ورځنی جګړه وشوه، د ایران د اتومي پروګرام په اړه د ایران او درې اروپايي هېوادونو ترمنځ لومړۍ ناسته وه.
د چیچنیا مشر له ډوبېډو وژغورل شو

د چیچنیا مشر رمضان قدیروف د ترکیې په بودروم ښار کې له ډوبېدو وژغورل شو.
د ترکیې رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې پېښه د پنجشنبې په ورځ د بودروم ښار د کاینار ولسوالۍ په یوه پنځه ستوریز هوټل کې هغه مهال وشوه، چې رمضان قدیروف اوبو ته ځان واچاوه او لږ وروسته بېهوشه شو.
د راپورونو له مخې، هغه د لامبو لپاره اوبو ته ننوت، خو ناڅاپه یې کنټرول له لاسه ورکړ او تر اوبو لاندې شو.
د ترکیې ساحل ساتي ځواک او د هوټل کارکوونکو د هغه د خراب حالت له لیدو وروسته سمدستي مداخله وکړه او هغه یې له اوبو راوایست.
سعودي عربستان په سوریه کې له ۴ تر ۶ میلیارد ډالره پانګونه کوي

د سعودي عربستان یو لوی سوداګري پلاوی دمشق ته تللی چې په سوریې کې له څلور تر شپږ میلیارد ډالرو پورې د پانګونې موافقې لاسلیک کړي.
دا پلاوی چې مشري یې د سعودي د پانګونې وزیر خالد بنعبدالعزیز الفالح کوي، د شاوخوا ۱۳۰ سترو سعودي سوداګرو په ملتيا روانه اوونۍ (د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه) دمشق ته ورسېد او د سوریې د دوه ورځني پانګونې په کنفرانس کې یې ګډون وکړ.
سعودي عربستان، ترکيه او متحده عربي امارات د سوریې د مؤقت حکومت تر ټولو مهم ملاتړي بلل کېږي.
د سوریې د اطلاعاتو وزیر، حمزه المصطفی، ویلي چې سعودي پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د سوریې له حکومت سره له ۴ تر ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت موافقې لاسلیک کړي. خو د سعودي رسمي خبري آژانس د څلور میلیارد ډالرو د موافقو یادونه کړې ده.
متحده عربي امارات وايي تر ۱۷ نیم زره د زیاتو افغانانو کوربه توب یې کړی

متحده عربي امارات وايي د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې یې له ۱۷٬۶۰۰ څخه د زیاتو افغانانو کوربهتوب کړی او هغوی یې ۲۱ بېلابېلو هېوادونو ته د بیا مېشتېدو لپاره لېږلي دي.
دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغې په یو بیان کې کړي، چې له دې هېواد څخه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د یو شمېر افغان کډوالو د جبري استول کېدو په اړه راپورونه خپاره شول.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په پروني بیان کې په مستقیمه توګه له دې هېواده افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر وروستیو راپورونو تبصره نه ده کړې، خو د ابو ظبۍ په پنډغالي کې یې شاوخوا ۱۷٬۶۱۹ افغان وګړو د کوربهتوب او هغو ته د موقتي اسانتیاوو د برابرولو په اړه ویلي او زیاته کړې یې ده، چې په دې چاره یې شاوخوا ۳۶۷ میلیونه امریکايي ډالر لګښت کړی دی.
متحده عربي اماراتو همداراز په دې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له افغانستانه د بیړنۍ تخلیې پر مهال، د افغانانو او بهرنیو وګړو په ګډون، ۴۱٬۰۰۰ کسان له دې هېواده په خوندي توګه ایستلي دي.
د تېرې دوشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس راپور ورکړ، چې عربي اماراتو یو شمېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي دي. د رویټرز د دې راپور له مخې، لږ تر لږه دوې افغانې کورنۍ په همدې میاشت کې له اماراتو افغانستان ته ایستل شوي، او د ۲۵ نورو کسانو د ایستلو تابیا هم شوې وه، خو د هغوی وروستی وضعیت نهدی تایید شوی.
د دې راپورونو په غبرګون کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل (Truth Social) ولیکل، چې د دې افغانانو د ژغورنې لپاره به اقدام وکړي.
چین او اروپايي ټولنه د اقلیمي بدلون په وړاندې هڅو کې همکارۍ زیاتوي

چین او اروپايي ټولنې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د اقلیم د بدلون پر ضد خپلې هڅې زیاتې کړي.
یاده اعلامیه د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر ۲مه، هممهاله له هغه یو ورځني غونډې سره خپره شوې چې د اروپايي ټولنې مشران یې په بیجینګ کې ترسره کوي.
د ځمکې د تودوخې زیاتوالی اوس د نړۍ له لویو ننګونو څخه ګڼل کېږي.
اروپايي ټولنه غواړي چې تر ۲۰۵۰ کاله پورې د ګلتوني یا مضرو ګازونو خپرېدا تر ممکنه حده راکمه کړي.چین چې د نړۍ د ګلتوني ګازونو تر ټولو ستر تولیدوونکی دی، ژمنه کړې چې تر ۲۰۶۰ پورې به دغه هدف ته ورسېږي.
دواړو خواوو هوکړه کړې چې په هغو برخو کې به خپلې همکارۍ پراخې کړي چې د انرژۍ پاکو سرچینو ته د لېږد او د اقلیم د بدلون پر ضد مبارزه په کې شامل دي.
خو د اروپايي ټولنې د اقلیم د چارو یوه جګپوړي چارواکي فایننشل ټایمز ته ویلي، بروکسل به تر هغې پورې د اقلیم په اړه ګډه اعلامیه لاسلیک نه کړي، تر څو چې چین د ګلتوني ګازونو د کمولو لپاره پیاوړې هدفونه مشخص نه کړي.
په ځواب کې یې، د چین دولتي ورځپاڼې "چاینا ډېلي" اروپايي ټولنه تورنه کړې چې غواړي د اقلیم موضوع د فشار وسیله وګرځوي څو چین دې ته اړ کړي چې د اوکراین د جګړې په اړه خپل دریځ بدل کړي.
انګلستان به په ۲۰۲۶ کې د نیوزیلنډ، پاکستان، هند او سریلانکا د کرکټ لوبډلو کوربه وي

انګلستان به راتلونکی کال د کرکټ د ټېسټ سیالیو په لړ کې د نیوزیلنډ او پاکستان لوبډلو کوربهتوب وکړي، او د هند او سریلانکا لوبډلې به هم دې هېواد ته د یوورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره سفر وکړي.
د انګلستان کرکټ بورډ (ECB) دا خبره د پنجشنبې په ورځ کړې ده.
د انګلستان د کرکټ بورډ د پلان له مخې، انګلستان به د جون په میاشت کې له نیوزیلنډ سره درې ټېسټ لوبې وکړي، چې لومړۍ به یې د لُورډز په لوبغالي کې ترسره شي.
د پاکستان لوبډله به هم د اګست میاشتې په نیمایي کې انګلستان ته ولاړه شي او هلته به درې ټېسټ لوبې وکړي.
همداراز، د هند او سریلانکا لوبډلې چې د راتلونکي کال د شل اوریز نړیوال جام ګډ کوربهتوب کوي، انګلستان ته به د یوورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره ورشي.
د انګلستان د کرکټ بورډ اجرائیه مشر ریچارډ ګولد په یوه اعلامیه کې ویلي: "خوښ یو چې بېلابېلې لوبډلې د سیالیو لپاره انګلستان ته راځي، او یو بل له نندارچیانو ډک او هیجاني دوبی به ولرو."
د روسیې لرې ختیځ کې په غورځېدلې الوتکه کې هیڅوک ژوندي نه دي پاتې

د یوې لویدلې مسافر وړونکي الوتکې ماتې ګوډې چې ۴۹ کسان په کې سپاره وو د روسیې په لرې ختیځ کې د تیندا ښار ته څېرمه د یوې غونډۍ په لمنه کې موندل شوي دي.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت نن دغه خبر تأیید کړی دی.
د پېښې له ځایه د روسیې د د دولتي رسنیو له خوا په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د الوتکې پاتې شوني د یو لوی ځنګل په منځ کې پراته دي او لا هم ترې لوګی خېژي.
اینترفاکس خبري آژانس د بیړنیو خدماتو د سرچینو په حواله ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د الوتکې له غورځېدو څوک ژوندی نه دی پاتې شوی. سرچینو ویلي چې د پېښې په سیمه کې هوا مناسبه نه وه.
د روسیې د لرې ختیځ ترانسپورتي ادارې ویلي، د کښیناستو پر مهال له کنټرول سیسټم سره د اولوتکې اړیکې پرې شوې وې.
د چارواکو په وینا، دا الوتکه له بلاګووشچېنسک ښاره چې د روسیې او چین پر پوله موقعیت لري، د تیندا ښار پر لور روانه وه.