د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د ښځینه بندیانو د سزا بښنې او کمښت په اړه د ولسمشر غني فرمان


ارشیف: کال ۲۰۱۵ میلادي د ننګرهار له زندان څخه خوشې شوې ښځینه زنداني له زندان څخه د وتلو پرمهال.
ارشیف: کال ۲۰۱۵ میلادي د ننګرهار له زندان څخه خوشې شوې ښځینه زنداني له زندان څخه د وتلو پرمهال.

افغان ولسمشر اشرف غني د ښځینه بندیانو د سزا د بښنې او کمولو فرمان ورکړی دی.

د ښځینه بندیانو د سزا د کمولو او بښنې فرمان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د کمپاین په خاطر صادر شوی.

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو کمپاین د نومبر له پنځه ویشتمې پيل او د ډسمبر تر لسمې یعنې همدې سه شنبې پورې دوام کوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر اشرف غني فرمان خپور کړی او لیکلي یې دي چې د درې ګونو محکمو له خوا تر درېو کلونو په زندان محکومې ښځې دې خوشې شي.

دا ښایي لومړی وار وي چې تر دریو کلونو په زندان د محکومو ښځو په اړه داسې فرمان صادریږي.

په دغه فرمان کې چې بشپړ جزییات یې پرون یکشنبه افغان حکومت خپاره کړي همداراز د هغو ښځینه بندیانو لپاره چې له دریو کلونو پورته ان تر دېرشو کلونو په بند محکومې وي په څو کټګوریو کې د بند د مودې د کمېدو سپارښتنه شوې ده.

د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمیسیون مرستیاله شیرین محسني وايي ښه ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو مسئله په عمل کې وښودل شي.

د ولسي جرګې د عمومي غونډې انځور
د ولسي جرګې د عمومي غونډې انځور

هغې وویل ګڼې ښځې شته چې په کمو مسایلو بندیانې شوي او د افغان ولسمشر اوسنی فرمان به یې په ازادېدو کې مرسته وکړي.

هغې زیاته کړه: "د ولسمشر دا کار یو عملي ګام دی، لږ تر لږه په دې برخه کې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره موږ یواځې شعار ورنه کړو بلکې عمل وکړو، ګڼې ښځې دي چې جرایم یې کم دي سخت جرایم یې نه دي کړي او دوی بندیانې دي، دا د ولسمشر فرمان به یو ښه فرصت وي همدغه بندیانو ته چې ازادې شي او خپل عادي ژوند ته ور ستنې شي."

اغلي محسني وویل چې د دوی د څارنو په اساس په زندانونو کې د ښځو شرایط ډېر ښه نه دي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د عمدي قتل، سړي تښتونو، اداري فساد ځينو نورو محکومو ښځینه بندیانو له برخلیک سره محتاطانه چلند شوی او تر ډېره د افغان ولسمشر په اوسني فرمان کې نه دې شاملې شوي.

د ازادۍ راډيو د پخوانیو راپورونو په اساس چې له ځینو ښځینه بندیانو سره یې پکې خبرې کړي یو شمېر دغو بندیانو په قضايي سیسټم کې د فساد د موجودیت، د دوی دوسیو ته د نه رسیده ګي، ناوړه شرایطو او د ماشومانو د برخلیک په اړه اندېښنې ښوولي.

د کابل د زندان دوو پخوانیو بندیانو شګوفه او نرګس ازادي راډیو ته په دې اړه څرګندونې کړې وې.

شګوفه وايي: "یواځې له کوره تښتېدلې وم، دوه کاله یې قید راکړی، توجه نه راته کیږي، چېرته چې پيسې او واسطه کار ورکوي بل څه کار نه ورکوي."

نرګس وویل: "ما کوم خاص جرم نه دی کړی، دریو کسانو اختطاف کړې وم، هغوی یې چې ونیول زه یې هم دلته راوستلم."

اکثر ښځینه بندیانې ماشومان هم لري چې په زندانونو کې ورسره لوییږي.

مینه د جلال اباد په زندان کې پیدا شوې وه او ویل یې چې هیله له ده له خپلې مور سره یوځای بهر ووځي.

مینه چې د جلال اباد په زندان کې یوه وړه ماشومه وايي: "زما پلار قتلونه کړي و، مور مې هم په کې بندي شوه او ورور مې هم، پلار او ورور مې مړه شول او زه همدلته محبس کې پیدا شوم او غټه شوم، غټ ارمان مې دا دی چې له مور سره مې یوځای بهر ووځم، کور ته لاړه شم خپل وروڼه او خویندې وګورم."

د زندانونو د مطالعاتي مراکزو د معلوماتو له مخې د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا اته سوه ښځې بندیانې دي.

اکثر دا ښځې تر ډېره د اخلاقي جرمونو، له کوره د تېښتې او یا د کورنۍ د غړیو په وژنه محکومې پيژندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG