خبرونه
لویه څارنوالۍ: سترې محکمې د خبريال زمان احمدي پر قضيې د بيا کتنې جلسه کړې

د افغانستان لويه څارنوالي وايي سترې محکمې پرون د خبريال زمان احمدي پر قضيې د بيا کتنې لومړۍ جلسه وکړه.
دغه خبريال په ٢٠١٢میلادي کال کې د بودا د مجسمو په اړه د يوې ليکنې له کبله چې اسلامي مقدساتو ته سپکاوى بلل شوى و، په بند محکوم شو.
د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل، څارنوالۍ د يوې کمېټې په ټاکلو کې سره پر دې قضيې له سره غور وکړ او دوسيه يې سترې محکمې ته ولېږله.
د ښاغلي رسولي په خبره د افغانستان سترې محکمې پر دې قضيې د بيا کتنې جلسه پرون وکړه.
هغه وايي، پر دې قضيې د افغانستان اسلامي جمهوريت د سترې محکمې د بياکتنې جلسه شوې ده.
د ښاغلي احمدي د هغه د کورنۍ، خپلوانو او مدافع وکيل له خوا وړاندې شوي دلايل چې د لويې څارنوالۍ له خوا سترې محکمې ته راجع کړاى شوي وو، تاييد شوي دي.
د زمان احمدي هغه ليکنه، که څه هم خپره شوې نه ده، خو ده څه کم ٧ کاله په زندان کې تېر کړي دي.
د هغې ليکنې په تړاو چې خپره شوې نه ده، د يوه خبريال زنداني کېدل په ټولنيزو رسنيو کې ډېره مطرح شوي دي.
خبريالانو او مدني فعالانو ژر تر ژره د زمان احمدي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
مالیزیا او پاکستان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

مالیزیا او پاکستان پرون، دوشنبې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او د دغه هېواد د سولې او ثبات په برخه کې یې د خپلې ژمنتیا پخلی کړی دی.
دغه ګډ دریځ د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف او د مالیزیا د صدراعظم انور ابراهیم ترمنځ له کتنې وروسته څرګند شو.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د روان اکتوبر له پنځمې تر اوومې نېټې پورې مالیزیا ته په رسمي سفر نتللی و.
د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دواړو مشرانو په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره د دوامدار تعامل پر اړتیا ټینګار وکړ، څو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وشي او د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د کار اخیستو مخه ونیول شي.
هغوی همداراز د افغان ولس د اساسي حقونو د خوندیتوب او د هېواد د باثباته او ټولګډونه راتلونکې د رامنځته کولو د هڅو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، ایران ته د افغانانو د وراوښتو هڅې ډېرې شوي

د ایران د رضوي خراسان ولایت د سرحدي ساتونکو قوماندان، مجید شجاع، ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پرتله د هغو افغان اتباعو هڅې دوه برابره شوې دي چې غواړي په غیرقانوني توګه ایران ته واوړي.
شجاع ایراني رسنیو ته ویلي، چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې شاوخوا ۴۰ زره افغان اتباع د رضوي خراسان ولایت له پولو د اوښتو په ترڅ نیول شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال په همدې موده کې ۱۹ زره تنه و.
د نوموړي په وینا، ټول نیول شوي کسان پېژندل شوي، او سمدستي له سرحد څخه بېرته اړول شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې د رضوي خراسان ولایت چارواکو وویل چې سږ کال تراوسه پورې له دې ولایته ۸۰ سلنه غیرقانوني افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.
د فرانسې د صدر اعظم استعفا، دغه هېواد کې سیاسي کړکېچ شدید کړی

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د صدر اعظم سباستین لکورنو تر استعفا وروسته هغه ته دوه ورځې مهلت ورکړ چې د حکومت د بشپړ سقوط مخنیوی وکړي.
لکورنو د کار له پیله نژدې میاشت وروسته استعفا وکړه، هغه اقدام چې فرانسه کې یې سیاسي ناورین شدید کړ.
د هغه له استعفا سره د پاریس د ونډو کچه لویدلې او د ایرو ارزښت د ډالرو په وړاندې کم شوی دی.
د فرانسې الیزه ماڼۍ اعلان کړی چې له لکورنو یې غوښتي تر چهارشنبې پورې د هېواد د ثبات د تضمین لپاره خپل پروګرام وړاندې کړي.
په همدې حال کې ښي اړخي افراطي ګوند " ملي اجتماع" د ژر تر ژره پارلماني ټاکنو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان او بنګله دیش کریکټ ټیمونه سبا د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان او بنګله دیش د کریکټ ملي ټیمونه سبا چهارشنبه د پنځوس اوره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.
دا لوبه د دوبۍ په شیخ زاید ستډیوم کې د افغانستان په وخت ماښام مهال پیلیږي.
د لوبلړۍ دویمه سیالي د اکتوبر په ۱۱مه او دریمه او وروستۍ هغه یې د اکتوبر په ۱۴مه ترسره کیږي.
د یو ورځنیو لوبو دا لوبلړۍ داسې مهال پیلیږي چې افغان لوبډلې بنګله دیش ته شل اوریزه لوبلړۍ صفر د درې په وړاندې بایلوده.
د کریکټ مینه والو په اسیا جام او بیا بنګله دیش سره په لوبه کې د افغان لوبډلې د لوبېدو پر څرنګوالي پراخې نیوکې وکړې او وروسته د کریکټ ستوري او د شل اوریزو لوبو کپټان راشد خان ومنله چې لوبډلې یې ښه لوبه ونه کړه.
پر اسراییل د حماس د برید دوه کاله پوره شول، ټرمپ هیله من دی چې د سولې پلان یې ژر عملي کیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ډاډه دی چې د غزې د سولې پلان به یې ژر عملي شي.
هغه پرون دوشنبه ( د تلې ۱۵مه) په واشنګټن کې خبریالانو ته دا خبره داسې مهال وکړه چې د غزې د جګړې ښکېلو ډلو پرون مصر کې د همدې پلان په اړه غیر مستقیمې خبرې پيل کړي.
لویدیځ اژانسونه لیکي چې د مصر خبرې به نن سه شنبه هم دوام ولري.
دغه خبرې د پاته نژدې ۵۰ اسراییلی برمته شویو او دغه راز د فلسطیني زندانیانو د خلاصون په هدف پیل شوي.
سولې ته د رسیدو هڅې په داسې حال کې روانې دي چې نن د اکتوبر ۷مه، پر اسراییل د حماس د برید ټیک دوه کاله پوره شول، هغه برید چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول.
د حماس، چې اروپایي ټولنه او امریکا یې ترهګره ډله بولي، له همدغه برید وروسته د غزې جګړه پېل شوه چې لسګونه زره کسان په کې ووژل او ټپيان شول او غزه نژدې له خاورو سره خاورې شوې ده.
د ۲۰۲۵ کال له پیله پاکستان کې نژدې دوه نیم زره کسان په امنیتي پېښو کې وژل شوي

په پاکستان کې روان ۲۰۲۵ کال د امنیتي پیښو له پلوه، له تیرې یوې لسیزې راهیسې تر ټولو خونړی کال یاد شوی دی.
فرانس پریس دغه خبره په اسلام اباد کې د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د هغه راپور پر بنسټ کړې چې پرون دوشنبه خپور شوی دی.
د دغه مرکز په راپور کې راغلي چې روان کال یوازې په نهو میاشتو کې د امنیتي پېښو له کبله پاکستان کې ۲۴۱۴ تنه وژل شوي، حال دا چې ۲۰۲۴ کال کې د ټولو وژل شویو شمېر ۲۵۴۶ تنه وو.
د وژل شویو په یاد شمېر کې ملکیان او پوځیان دواړه شامل دي.
په داسې حال کې چې د روان کال نژدې درې میاشتې لا پاته دي، د امنیتي څېړنو دغه مرکز وایي، د تاوتریخوالي دوام ته په پام سره به د وژل شویو شمیر نور هم زیات شي.
راپور کې راغلي چې سږ کال د ترهګریزو پیښو ګراف او په وړاندې یې د پوځ د عملیاتو شمېر زیات دی چې له کبله یې مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ۷مه غونډه جوړیږي، بحثونه یې د بندو دروازو ترشا دي

د روسیې پلازمېنه مسکو نن سه شنبه ( د تلې ۱۵مه) د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د ۷مې غونډې کوربه دی.
غونډه کې د کوربه هېواد په ګډون د طالبانو د حکومت او د هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون ماښام غونډه کې د ګډون په هدف مسکو ته روان شو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا ویلي، دا غونډه به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرانیزي او د بندو دروازو تر شا به دوام ولري.
روسي رسنیو له هغې ډلې انټرفاکس ویلي، ګډونوال به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه راز له ترهګرۍ او نشه یي موادو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي او د غونډې پای کې به یوه اعلامیه خپره کړي.
مسکو فارمټ ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې د غونډو ډېر تمرکز یې له افغانستان سره پر تړلو مسلو وي.
امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د مسکو فارمټ په ۷مه غونډه کې د ګډون په هدف نن ( د تلې ۱۴مه) مسکو ته روان شو.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، دا لومړی ځل دی چې ښاغلی متقي د مسکو فارمټ د رسمي غړي په توګه غونډه کې ګډون کوي.
د متقي دغه سفر د روسیې په بلنه وروسته تر هغه ترسره کیږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ښاغلي متقي د سفر بندیز د څو ورځو په مخه لرې کړ.
که څه هم امنیت شورا ویلي چې هند ته د سفر په موخه پر ښاغلي متقي بندیز لرې کوي، خو معلومه نه ده چې د مسکو سفر د همدې معافیت له مخې ترسره کیږي او که ورته بل معافیت صادر شوی دی.
غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي هم ګډون کوي.
ټاکل شوې چې متقي له روسیې وروسته هند ته سفر وکړي.
ټرمپ: که سیاسي مصلحت نه وی، افغانستان کې بریالي کېدو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که امریکا د سیاسي ملاحظاتو تر اغیز لاندې نه وای راغلې " په اسانه یې کولای شوی افغانستان کې بریالۍ شي"
ټرمپ پرون یکشنبه د متحده ایالتونو د سمندري ځواک د ۲۵۰ مې کلیزې مراسمو ته وویل، د امریکا پخوانۍ ماتې، د ځواک د کمزورۍ له مخې نه وې، بلکې د دې لپاره وې چې د بریا لپاره جګړه ودروي.
هغه ویلي " نور سیاسی ملاحظاتو ته پام نه کوو ، اوس مونږ بریالي کېږو."
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې وروستیو کې یې څو ځله د بګرام هوایي اډې د نیولو خبره وکړه او وې ویل، که طالبان اډه ورنه کړي، بده به ورپېښه شي.
سکای نیوز بیا د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله ویلي" افغانان په هیڅ شرایطو کې اجازه نه ورکوي چې خپله خاوره چاته وسپاري".
برلین: طالبانو په اصولو کې ( د مجرمو کډوالو) له اخراج سره موافقه کړې

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو په اصولو کې ورسره منلې چې له دغه هېواده په الوتکو کې د خپلو اتباعو( چې جرمي دوسیې لري) اخراج مني.
رویټرز نن دوشنبه ( د تلې ۱۴مه) د دغه وزارت د یوې ویاندې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، دغه خبره کړې ده.
د وزارت ویاندې زیاته کړې " د افغانستان واکمنانو ورته ویلي، که دوی د هغوی افغانانو چې جرمني یې ډیپورت کوي، هویت تشخیص کړي، اخراج سره یې موافق دي.
د هغې په وینا، برلین یوازې طالبانو سره په تخنیکي خبرو بوخت دی.
تر دې وړاندې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، افغانستان ته د مجرمینو د لېږلو په سر یې له طالبانو سره مستقیمې خبرې کړي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی، خو لومړنی اروپایي هېواد دی چې تیره جولای میاشت کې یې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکو ته اعتبارلیکونه ورکړل.