زرګونه لبنانیانو بیا پرون د دغه هېواد په څو ښارونو کې مظاهرې وکړې.
بیروت، صیدون، صور او د لبنان څو نور ښارونه پرون یو وار بیا د پراخو مظاهرو شاهدان وو.
پرونۍ مظاهرې داسې وخت وشوې چې لږ مخکې یې د لبنان د ولسمشر میشل عون په ملاتړ یوه ډله خلکو لاریون وکړ.
په لبنان کې چې ګڼ مذهبی دی، شیعه او سني مسلمانانو او عیسویانو په دې پراخو مظاهرو کې برخه اخیستې او وايي چې ټول موجوده مشران په فساد کې ډوب دي.
پرون شپه د بیروت په مرکزي میدان کې مظاهرهچیان سره غونډ شوي وو او شعارونهیې ورکول.
ګڼې ښځې هم د مظاهرو له پیله تر دې دمه له سړیو سره یوځای ولاړې دي.
یوې مظاهرهچۍ امینې حمییې وویل چې د خپلو حقونو په خاطر له کوره راوتلې ده.
هغې زیاته کړه: " زه دې ته نهیم راغلې چې دا کار مې خوښېږي، بلکې سیاسي مشرانو دې مظاهرو ته اړ ایستې یم، که هغوی موږ ته زموږ حقوق راکړي وای دلته نهراتلو، موږ دوا درملو او برښنا ته ضرورت لرو، دا مو حق دی، د عامه خدماتو ادارې لوټ شوي، موږ خپل حقوق غواړو بل څه نه."
یوه بله ښځه ابیر مراد چې له طرابلسه د مظاهرو په خاطر بیروت ته تللې وه وویل چې بدلون د خلکو په لاس راوستل کېږي او خلک د همدې لپاره د مشرانو پر وړاندې درېدلي دي.
له صور ښاره چې حزبالله ګوند پهکې ډېر نفوذ لري، هم ګڼو خلکو د بیروت مظاهرو ته ځانونه رسولي و.
حزبالله چې ګڼ غړي یې د حکومت وزیران او چارواکي دي، له خپلو پلویانو غوښتي چې په مظاهرو کې برخه وانهخلي.
صیدون او طرابلس چې سني مسلمانان پهکې مېشت دي، هم د سختو مظاهرو شاهدان وو او خلکو د چارواکو په ګوښه کېدو ټینګار کاوه.