د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د ابوبکر البغدادي وژنه ستایلې


 اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر ابوبکر البغدادي
اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر ابوبکر البغدادي

د امریکا متحده ایالاتو په عملیاتو کې د ابوبکر البغدادي د مرګ خبرونو پراخ انعکاس موندلی دی.

له امریکا را نیولې تر اروپا او اسیا د نړۍ د څو بېلابېلو هېوادونو مشرانو او لوړپوړو چارواکو د اسلامي دولت ډلې یا داعش د مشر ابوبکر البغدادي وژل کېدل ستایلي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په خپله د البغدادي د وژل کېدو خبره اعلان کړه.

هغه وویل چې امریکايي پوځیانو د نړۍ د تر ټولو "بې رحمه ترورېستي سازمان" مشر وواژه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ده وویل: "یو بې رحمه قاتل، داسې یو څوک چې ډېرې سختۍ او مرګونه یې په خلکو راوستل، په بې رحمۍ له منځه یوړل شو، هغه به هېڅ کله بیا کوم بېګناه سړي، ښځې او ماشوم ته زیان ونه رسوي."

ټرمپ په دې وینا کې چې له سپينې ماڼۍ خپرېده، زیاته کړه چې بغدادي د شنبې په شپه د سوریې په شمال لوېدیځ کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ووژل شو.

هغه له روسیې، عراق، ترکیې، سوریې او کُردانو مننه وکړه چې د البغدادي پر ضد د عملیاتو په برخه کې یې ورسره همکاري کړې وه.

د امریکا متحدو هېوادونو د متحده ایالتونو په عملیاتو کې د البغدادي په وژل کېدو خوښي ښودلې.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په یوه پيغام کې ویلي چې دا د یوې اوږدې جګړې یو مهم بریالی ګام و.

نوموړي وویل: "زه غواړم ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د دې ښې لاسته راوړنې او عملیاتو مبارکي ورکړم چې په نتیجه کې یې د داعش یا اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي ووژل شو، دا ښکاروي چې د امریکا په مشرۍ هېوادونه له ترورېستي سازمانونو او ترورېستي دولتونو سره د مبارزې لپاره یو لاس دي، دا یو لوی او مهم ګام دی، خو دا د یوې اوږدې جګړې یوه برخه ده چې موږ یې باید وګټو."

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن په یوه ټوېټ کې ویلي چې د بغدادي وژل کېدل د داعش په وړاندې د جګړې یوه مهمه لاسته راوړنه ده، خو د هغه په خبره، داعش په وړاندې جګړه لا نه ده ختمه شوې.

هغه ټینګار کړی چې ائتلافي ملګري به سره ګډ کار ته دوام ورکوي څو داعش په بشپړه توګه له منځه یوړل شي.

روسیه بیا که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ترې د البغدادي په وژنه کې له امریکايي پوځیانو سره د همکارۍ په خاطر ستاینه کړې ده، د ابوبکر البغدادي د وژل کېدو او ان د امریکا په عملیاتو باندې شک ښودلی.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي، موثق معلومات نه لري چې په ادليب کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو ښکارندويي وکړي او د ده په خبره د دې عملیاتو د مدعي هېوادونو په جزیاتو کې تناقض د عملیاتو په اړه د شک لامل کېږي.

ایران بیا ټینګار کړی چې د بغدادي وژل کېدل به د "داعشیزم" پای نه وي.

دا خبره د ایران د دولت ویاند علي ربیعي په یوه ټوېټ کې کړې ده.

اسلامي دولت ډله یا داعش لومړی وار په ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت د نړیوالو پام ور جلب کړ چې د عراق ځیني لوېدیځ ښارونه یې له عراقي پوځیانو ونیول.

ابوبکر البغدادي چې پخوا په عراق کې د القاعده له مشرانو و، پنځه کاله دمخه یې د عراق په موصل ښار کې خپل خلافت اعلان کړ.

البغدادي د عراق اصلي اوسېدونکی و او له القاعدې تر جلا کېدو وروسته یې اسلامي دولت ډله رامنځته کړه.

د هغه جنګیالیو د عراق په لوېدیځ موصل، سنجار او ګڼو نورو ښارونو کې بریدونه وکړل، زرګونه کسان یې ووژل او ښځې یې له ځانونو سره یوړې.

اسلامي دولت ډلې په عراق سربېره په سوریه کې هم زیاتې سیمې ونیولې او په منځني ختیځ ، جنوبي اسیا او اروپا کې یې په مرګونو بریدونو سره زرګونه کسان مړه او ټپیان کړل.

د دې ډلې اکثر جنګیالي په عراق او سوریه کې د نړیوال ائتلاف د بریدونو په نتیجه کې له منځه ولاړل او خواره واره شول.

ابوبکر البغدادي په خپله هم د راپورونو په اساس په سوریه کې پټ و چې بالاخره د امریکا په بریدونو کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG