د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د انتخاباتو کمېسیون: د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۲۳مه اعلانېږي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۲۳مه اعلانوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا په خپل لاس جوړ کړی طرزالعمل تر پښو لاندې کړ.

کمېسیون که څه هم پرېکړه کړې وه چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د میزان یا تلې میاشتې په ۲۷مه نېټه اعلانوي، خو له دې نېټې د ۱۰ ورځو له تېرېدو وروسته یې د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د عقرب یا لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک د کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ په یوه خبري غونډه کې وویل، نوی مهالوېش یې له مشورو وروسته جوړ کړی، څو د ځنډ امکان په کې نه وي.

دې وویل: "ما، کمیشنرانو او زموږ ټول ټیم له دارالانشا سره یو ځای په دې کار وکړ چې د تخنیکي ستونزو مخه هم ونیسو او هغه نېټه چې نن مو اعلان کړه، بیا نقض نه شي."

بل لور ته بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کمیشنر محمد عبدالله یو شمېر تخنیکي ستونزې او ترخوا یې د کمېسیون د کمزوري فعالیت سربېره په ځنډ د موادو رالېږد، یو شمېر اعتراضونه او تر خوا یې د درملوګ کمپنۍ ناغيړي، د لومړنیو پایلو د اعلان د ځنډ لاملونه وبلل.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمیشنر محمد عبدالله
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمیشنر محمد عبدالله

بل لور ته بیا د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم استازي داوود سلطان‌زوی ازادي راډیو ته وویل، دوی د کمېسیون پرېکړې اندېښمن کړي.

ده زیاته کړه، هر څومره چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ راځي، هومره درغلۍ او لاسوهنې ته لار هوارېږي.

ده وویل: "دا پرېکړه چې کله به اعلان کړي، پوښتنې او ستونزې پیدا کوي. دوی هېڅ یوې پوښتنې ته سم ځواب ور نه کړ، د دې دلیل چې دا پروسه ولې دومره ځنډېږي، منطقي ځواب نه شته، سمه ده چې ویې ویل، درملوګ کمپنۍ سره کمېسیون ستونزه درلوده، مګر څه ډول ستونزه."

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم استازي محمد یونس نواندېش هم ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی ته له یوې اوونۍ زیات ځنډ د منلو نه دی.

دی وایي: "له ۷ تر ۸ ورځو ځنډ یو طبیعي خبره وه، ځکه د همدې ورځو په اوږدو کې د معلوماتو ملي مرکز ته ډېټا ونه لېږدول شوه، خو له دې د زیاتو ورځو ځنډ موږ ته اندېښمنوونکی دی."

که څه هم خلک د ټاکنو د پایلو د اعلان ځنډ ته د شک په سترګه ګوري، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دوی نه غواړي چې شفافیت د سرعت قرباني کړي.

خو دا چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به د عقرب یا لړم په ۲۳مه نېټه هم د جمهوري ریاست د انتخاباتو د پایلو په اعلان بریالی شي که نه، وخت به یې ځواب کړي.

راپور: امید زهیرمل

XS
SM
MD
LG