د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

هغو ولایتونو ته چې په کې بایومټریک دستګاوې ورکې دي، پوښتنلیکونه لېږل شوي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هغو ولایتونو ته یې چې په کې بایومټریک دستګاوې ورکې شوي، رسماً پوښتنلیکونه لېږلي دي.

د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته چې د میزان په ۶مه نېټه وشول، د بایومټریک دستګاوو د ورکېدو په اړه بېلابېلې اندېښنې مطرح شوې.

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو له ټاکنو وروسته وویل، د دوی معلومات ښيي چې سلګونه بایومټریک دستګاوې ورکې دي، خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، یوازې ۱۹۹ دستګاوې ورکې شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ ازادي راډیو ته وویل، د کابل په ګډون یې ټولو ولایتونو کې ۳۹۱۱۶ بایومټریګ دستګاوې استولې وې چې له دې شمېره یې ۳۸۹۱۶ بېرته د کمېسیون مرکزي دفتر ته راستنې شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ

ښاغلی ننګ زیاتوي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اوس هغو ولایتونو ته چې په کې بایومټریک دستګاوې ورکې شوي، رسماً پوښتنلیکونه لېږلي او له اړوندو ادارو یې غوښتنه کړې چې هغه کسان چې په دې برخه کې مسؤل دي، وپوښتي.

دی وایي: "ټول هغه کسان چې دا بایومټریک دستګاوې یې ورکې کړي، ورنه پلټنې کېږي، دا ټولې بایومټریک دستګاوې به پیدا کېږي، موږ په دې برخه کې ژمن یوو او که چېرې پیدا نه شي، موږ به وروستۍ شمېرې له خلکو سره شریکې کړو."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو کميشنر اورنګزېب هم د شنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۶مه هغه راپورونه رد کړل چې ګنې ولایتونو ته د لېږدول شویو بایومټریک دستګاوو له ډلې ۱۵۰۰۰ یې ورکې دي.

ښاغلي اورنګزېب وویل، له سلو زیاتې بایومټریک دستګاوې او د دستګاوو ۴۹۵ میموري کارټونه ورک دي.

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه بیا د کمېسیون له دې پرېکړې هرکلی کوي چې د بایومټریک دستګاوو د ورکېدو په اړه یې د دولتي ادارو په مرسته یې له مسؤلانو د پوښتنې بهیر پیل کړی دی.

د افغانستان د روڼتیا او پر انتخاباتو د څار بنسټ یا ایتوا اجرائیه رئیس حبیب الله شینواري ازادي راډیو ته وویل، مهمه ده چې د بایومټریک دستګاوو د ورکېدو لامل روښانه شي.

ده زیاته کړه:

"چا چې ناغېړي کړي وي، باید وپېژندل شي او څارنوالۍ ته معرفي شي، له دوی باید وپوښتل شي چې ایا نوماندانو پرې فشار راوستی او که یې پیسې ورکړي، که هره ستونزه وي، باید مشخصه شي چې ولې بایومټریک دستګاوې ورکې دي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون داسې مهال د بایومټریک د ورکو شویو دستګاوو په اړه پوښتنه پیلوي چې پر انتخاباتو د څار بنسټونو له دې وړاندې په خپلو راپورونو کې یو شمېر زورواکي او ان چارواکي د دې دستګاوو په ورکېدو کې ښکېل بللي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا کسان څوک دي.

راپور: امید زهیرمل

XS
SM
MD
LG