د نړۍ مطبوعاتو د افغانستان د جمهوري ریاست پر ټاکنو تمرکز کړی دی.
واشنګټن پوسټ:
امریکايي واشنګتن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ رامنځته شوی تاوتریخوالی تر هغه څه کم و چې وړاندوینه یې شوې وه.
د ورځپاڼې په لیکنه، اورپکو ادعا کړې وه چې د انتخاباتو په ورځ یې درې سوه بریدونه کړي، خو چارواکو دا شمېر نه دی تایید کړی.
واشنګتن پوسټ لیکي چې انتخابات عمدتاً په امن او سوله ییزه فضا کې ترسره شول خو د خلکو ګډون پکې کم و.
فارن پالیسي:
فارن پالیسي لیکلي چې په افغانستان کې د انتخاباتو ترسراوی د ډيموکراسۍ لپاره بریا خو د سولې په زیان و.
د خپرونې په لیکنه، په دغو انتخاباتو کې دوه پخواني سیالان له نورو کاندیدانو سره یوځای ټاکنو ته دریدلي و.
فارن پالیسي زیاتوي چې د امریکا او طالبانو د خبرو په ماتېدو سره واشنګتن په ټاکنو کې له سیاسي تاوتریخوالیو اندېښنه درلوده، خو د انتخاباتو د ترسراوي په باب یې هېڅ پوښتنه مطرح نه کړه.
سنډې ټایمز:
سنډې ټایمز اوونیزې لیکلي چې افغانانو په پوره مېړانې د طالبانو له ګواښونو سره سره په انتخاباتو کې برخه واخیسته.
دې بریټانوۍ اوونیزې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیات خطرناک انتخابات بللي.
سنډې ټایمز په انتخاباتو کې د خلکو کم ګډون ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د پنځو کلونو مخکې انتخاباتو په نسبت کم شمېر خلکو د شنبې ورځې په ټاکنو کې رایه ورکړه.
د مطلب په دوام کې ویل شوي چې د رایو په شرایطو برابرو ځینو کسانو ویلي و چې انتخابات د خطر په منلو نه ارزي.
ځینو نورو هم چې رایه نه ده ورکړې سنډې ټایمز اوونیزې ته ویلي چې ښایي فساد او درغلي پر انتخاباتو سیوری وغوړوي.
له دې سره هم سنډې ټایمز لیکلي چې د انتخاباتو ورځ له کومې لویې امنیتي پېښې پرته تېره شوه او هغو چې رایه ورکړه، خطر یې ومانه او په انتخاباتو کې یې ګډون وکړ.
وال سټریټ ژورنال:
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې د رایو په شرایطو له برابرو ۹ میلیونو کسانو نه اکثرو ښه وپتیله چې د شنبې په ورځ په کورونو کې پاتې شي او رایه ورنه کړي.
ورځپاڼې په ټاکنو کې درغلیو او بې نظمیو ته هم اشاره کړې او په دوام کې یې د کابل د وزیراکبرخان د جامع جومات د خطیب ایاز نیازي په حواله لیکلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو کاندیدانو بیوزلو رای ورکوونکو ته له لس ډالرو تر پنځوس او سل ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه.
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د جان کیري په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت رامنځته کولو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې اوس هم ښايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو د درغلیو د احتمال په وجه، د ولسمشرۍ له کاندیدانو او ټاکنیزو بنسټونو غوښتي چې د انتخاباتو د شفافیت ډاډ ورکړي.