د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرو پنځه کلنو کړنو په اړه لیدلوري


د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د تېرو پنځه کلنو کړنو په اړه بېلابېلو لیدلوري موجود دي.

یو شمېر په دې باور دي چې په دې موده کې ستونزې زیاتې شوي، خو ځيني نور بیا وایي چې ښاغلي غني اساسي کارونه کړي.

ښاغلي غني پر ولسمشرۍ څوکۍ تر تکیې وروسته په خپلو لومړنیو کړنو کې یو امنیتي او یو ستراتیژیک تړون د امریکا له محتده ایالاتو سره لاسلیک کړ چې له مخې یې د افغانستان او امریکا حکومتونو خپلې امنیتي اړیکې د اوږدې مودې لپاره تنظیم کړې.

له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک یو انځور
له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک یو انځور

هغه تړون چې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د ډېرو په اند په افغانستان کې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې او ثبات په برخه کې چندان ګټور نه دی تمام شوی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم ازادي راډيو ته وویل چې د ښاغلي غني د جمهوري ریاست په دوره کې په بېلابېلو او اساسي برخو کې ستونزې زیاتې شوې.

دی وایي: په افغانستان کې امنیت ټینګ نشو، جګړې زیاتې شوې، ملکي او نظامي مرګ ژوبله زیات شوه، اقتصادي وضعیت بدتر شو، د بېوزلۍ کچه لوړه شوه، هغو کدرونو چې په دې وروستیو کلونو کې یې روزنه لیدلې وه، هېواد یې پرېښود او د نفاق لپاره یو ډول زمینه برابره شوه.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم

د انتقادونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان ولسمشریز انتخابات د څلورم ځل لپاره پرون د شنبې په ورځ ترسره شول.

په دې انتخاباتو کې د ملي یووالي حکومت ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هغه نوماندان دي چې د ولسمشرۍ لپاره د نورو نوماندانو په پرتله یې زیاتې انتخاباتي سیالۍ کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه داود مایار بیا وايي چې ولسمشر غني د شخصیت او علم له لحاظه په نړۍ کې په معیارونو برابر یو ولسمشر دی، ځکه په ملي، سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې یې برنامه محوره او علمي بحثونه مطرح کړي دي.

خو دی ټینګار کوي چې د ښاغلي غني سیاسي موقف ته په کتو، په افغانستان کې له زیاتو ستونزو سره مخ و.

ده وویل: څو ستونزې شته، د حکومت وېش چې ولسمشر یې له ستونزو سره مخ کړ، د بهرنیو ځواکونو حضور او د نورو هېوادونو مداخله او کورني اختلافات دا ټول د هغه څه خنډ وګرځېدل چې د ولسمشر له وړتیا یې سمه استفاده کولی شول.

د سولې په چارو کې د ښاغلي غني عمده کارونه د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار یوځای کېدل، په کوچني اختر کې له طالبانو سره اوربند، له دغې ډلې سره پرته له کوم قید او شرطه د مذاکراتو لپاره چمتووالی، د سولې مشورتي لویې جرګې جوړول وو.

له طالبانو سره د اوربند د ورځې یو انځور
له طالبانو سره د اوربند د ورځې یو انځور

همدارنګه پر منځنۍ اسیا، هند او ایران سربېره له بېلابېلو نورو هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا، له پاکستانه د افغانستان د اقتصادي تړاو راکمول، د ټاپي او کاسا ۱۰۰۰ پروژو د چارو پیل، د لاجوردو لارې پرانیستل او د سیمې هېوادونو ته د هوایي دهلېزونو له لارې د افغانستان د محصولاتو صادرات هغه څه دي چې په اقتصادي برخه کې ترسره شوي.

خو د بلخ ولایت پخوانی والي او افغان سیاستوال عطا محمد نور ازادي راډيو ته وویل چې د ملي یووالي حکومت رهبرانو د امنیت او پروژو په برخه ناکام و.

دی وایي: په دې پنځو کلونو کې زیاتې ستونزې وې، په ډېرو کارونو کې، د پروژو په تطبیق، د امنیت او ارامښت د راوړلو په برخه کې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ناکام وو، ممکن ځينې مثبتې جنبې هم ولري، خو ناکامۍ یې زیاتې دي.

د بلخ پخوانی والي او افغان سیاستوال عطا محمد نور
د بلخ پخوانی والي او افغان سیاستوال عطا محمد نور

د سرپرستو وزیرانو د کار دوام، په حکومت کې خپل منځي اختلافات، سولې ته د افغانستان نه رسېدل، د جګړو تودېدل او د افغان امنیتي ځواکونو او ملکیانو د مرګ ژوبلې زیاتېدل هغه ستونزې دي چې د ولسمشر غني د حکومت له کړنو سره تړلي دي.

خو ښاغلی غني ټینګار کوي چې له سترو شته امنیتي ستونزو سره یې وکړای شول چې د ملي عایداتو کچه ۹۰ سلنه لوړه کړي، د افغانستان له سرچینو په سمه توګه مدیریت وکړي او په هېواد کې د بیا رغونې زیاتې پروژې تر لاس لاندې ونیسي.

ده وویل: د سولې، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او د امنیت د ټینګښت لپاره مو واضح برنامې لرلې او لرو یې، د افغانستان یوه برخه هم نشته چې زه یې د خپل زړه د جز فکر ونکړم، ښځې او ځوانان له حاشیې متن ته راغلل او ملي هویت پیاوړی شوی، د دولت جوړونې، ملي یووالي تحکیم، متحرک اقتصاد، سیمه ییز او نړیوال مناسبات او سوله مو په خپلو برنامو کې لرل.

محمد اشرف غني له فساد سره د مبارزې په برخه کې وايي چې عدلي او قضایي دستګاوې اصلاح شوي، له کابل بانکه سلګونه میلیونه ډالر تر لاسه شوي، ۴۰۰ زره جریبه عصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې، ۴۰۰ قانوني مقررې او لایحې تصویب شوي او یو شمېر لوړپوړي کسان چې په فساد تورن وو، محاکمه شوي دي.

خو له دې ټولو سره سره د خلکو او سیاسي کارپوهانو په بارو نا امنۍ او د ملکیانو تلفات، په دولتي ادارو کې د فساد شتون، د بشري حقونو او عدالت تامین، بېوزلي، بېکاري، په لویو ښارونو کې د جرمونو زیاتېدل او نورې ستونزې د ولسمشر غني په حکومت کې د افغانستان خلک په تنګ کړي وو.

XS
SM
MD
LG