د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د ولسمشرۍ ځينو نوماندانو ولې په کافي اندازه کمپاین ونه‌شو کړای؟


د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د نوماندانو یو انځور
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د نوماندانو یو انځور

د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندان وایي، د ناامنیو له امله یې په کافي اندازه کمپاین ونه شو کړای.

دا چې د انتخاباتي سیالیو د ختم لپاره یوازې پنځه ورځې پاتې دي، یو شمېر نوماندان شکایت کوي چې د ناامنیو له امله یې خلکو ته خپلې برنامې ونه شو رسولی.

د ولسمشرۍ نوماند شهاب حکیمي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، کېدای شي چې په راتلونکو نږدې ورځو کې ډېری نوماندان له انتخاباتو په شا شي.

د ولسمشرۍ نوماند شهاب حکیمي د کمپاین پرمهال
د ولسمشرۍ نوماند شهاب حکیمي د کمپاین پرمهال

ده وویل: د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې جګړه روانه ده او دا دوه میاشتې وخت هم د ټاکنیزو سیالیو لپاره کافي نه و، موږ ونشو کړای چې د ناامنیو له امله ټولو ولایتونو ته لاړ شو او خپلې برنامې تر خلکو ورسوو، که انتخابات هم وشي، ډېری انتخاباتي مرکزونه او حوزې به د ناامنیو له امله تړلي وي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم غړی بشیر احمد ته‌ینج هم ورته نظر لري.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم غړی بشیر احمد ته‌ینج
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم غړی بشیر احمد ته‌ینج

ده وویل: موږ خپله نهایي هڅه وکړه، تر څو خپل پیغام خلکو ته ورسوو، خو د ناامنیو او ځينو نورو ستونزو له امله سل په سله مو دا کار ونه شو کړای، اوس نو د دې پنځو پاتې ورځو په لړ کې هڅه کوو چې خلکو ته خپلې طرحې او پلانونه ورسوو.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې غړی فضل غني حقمل هم وایي چې ټاکل شوې موده د دوی د کمپاین لپاره کافي نه وه،

دی زیاتوي: دا دوه میاشتې موده د ټاکنیزو سیالیو لپاره موږ ته کافي نه وه، ښه به دا وه چې دا موده نوره هم غځېدلې وه، تر څو موږ په دې توانېدلي وو چې د هېواد نورو ولایتونو ته هم سفر وکړو او له خلکو سره خپلې طرحې او برنامې شریکې کړو.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې د غونډې یو انځور
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې د غونډې یو انځور

ښاغلی حقمل هم ناامنۍ د دوی د چارو پر وړاندی لوی خنډ بولي.

خو یو شمېر نور نوماندان بیا د انتخاباتي کمپاینونو په اړه راضي دي او وایي چې په کافي اندازه یې ګڼ شمېر ولایتونو کې له خلکو سره خپلې برنامې شریکې کړي، تر څو خلک دوی ته رأیه ورکړي.

د دولت جوړوونکي ټاکنیزې ډلې ویاند جاوېد فیصل وایي: موږ تر ټولو نورو ټاکنیزو ډلو وړاندې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې خپلې ټاکنیزې ناستې او برنامې لرلې او خلکو ته مو خپل پیغامونه ورسول.

د ولسمشرۍ بل نوماند فرامرز تمنا هم د ټاکنیزو سیالیو ټاکل شوې موده کافي بولي او وایي: په ټاکل شوې موده کې موږ له خپلو پلویانو سره خبرې وکړې او خپلې برنامې او طرحې مو ورسره شریکې کړای شوې.

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند فرامرز تمنا
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند فرامرز تمنا

دا په داسې حال کې ده چې نه یوازې نوماندانو بلکې له عامو خلکو سره هم د انتخاباتو په ورځو کې د ناامنیو له امله اندېښنې موجودې دي.

تر دې وړاندې طالبانو د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه ګواښ کړی چې د دې پروسې په لړ کې به خپلې حملې زیاتوي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا پروسه جعلي بللې او له خلکو یې غوښتي چې د ځان د امنیت لپاره دې په انتخاباتي مرکزونه کې موجود نه وي.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت بیا د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې د نوماندانو د امنیت د خوندیتوب خبره کوي او ډاډ ورکوي چې د انتخاباتو په ورځ کې به هم امنیت ټينګ کړي.

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي زیاته کړه: د نوماندانو د غونډو او کمپاینونو امنیت زموږ د انتخاباتي امنیتي پلان برخه وه او ده او موږ ورته ژمن یوو، تر دې دمه موږ په دې برخه کې بریالي هم یوو، تر اوسه څه باندې۱۵۰ ټاکنیزې او کمپایني غونډې شوي، پرته د پروان ولایت له پېښې بله هېڅ داسې پېښه مو له نېکه مرغه نه درلوده او ولس یې شاهد نه و.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی

په پروان کې د دولت جوړوونکي ټيم پر غونډې د برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی و.

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه په دې باور دي چې که د انتخاباتو په لړ کې امنیت خوندي وي، دا پروسه به په شفاف ډول مخته لاړه شي او خلک به هم پراخ ګډون پکې وکړای شي.

XS
SM
MD
LG