د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸
پروان کې د انتحاري حملې له امله ټپيان شوي کسان روغتون ته د لېږدولو پر مهال
پروان کې د انتحاري حملې له امله ټپيان شوي کسان روغتون ته د لېږدولو پر مهال

پروان کې د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم غونډې ته نږدې چاودنې ۲۶ تنه ووژل

په پروان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم یوې کمپایني غونډې ته نږدې چاودنه شوې.

په پروان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم یوې کمپایني غونډې ته نږدې چاودنه شوې.

تراوسه ددغې چاودنې څرنګوالي او احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

نور جزئیات وروسته وړاندې کېږي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې په پروان کې د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم کمپایني غونډې ته څېرمه د نن غرمې له چاودنې ۲ مړي او ۱۴ ټپیان د دغه ولایت روغتون ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۱:۴۰ دقیقې د پروان مرکز چارېکار ښار لومړۍ حوزې اړوند روزنیز مرکز لومړي نظام قراول کې چاودنه شوې ده.

ښاغلی رحیمي زیاتوي د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم کمپایني غونډه کې چا ته زیان نه‌دی رسېدلی او کمپاین دوام کړی.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالواسع ګلبهاري ازادي راډیو ته وايي چې په چارېکار ښار کې د نن له غرمې مخکې چاودنې تر اوسه ۲۴ مړي او ۳۶ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پروان د ولایتي روغتون رئیس قاسم سنګین ازادي راډیو ته وايي چې په چارېکار ښار کې د نن له غرمې مخکې چاودنې د ښځو او نارینه‌وو په شمول تر اوسه ۲۴ مړي او له ۳۰ زیات ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ۱۱ ټبيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه د دغې حملې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG