د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷
پروان کې د انتحاري حملې له امله ټپيان شوي کسان روغتون ته د لېږدولو پر مهال
پروان کې د انتحاري حملې له امله ټپيان شوي کسان روغتون ته د لېږدولو پر مهال

پروان کې د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم غونډې ته نږدې چاودنې ۲۶ تنه ووژل

په پروان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم یوې کمپایني غونډې ته نږدې چاودنه شوې.

په پروان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم یوې کمپایني غونډې ته نږدې چاودنه شوې.

تراوسه ددغې چاودنې څرنګوالي او احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

نور جزئیات وروسته وړاندې کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، په چارېکار ښار کې د یوه ځانمرګي بریدګر په حمله کې چې په موټرسایکل سپور و د ۴ پوځیانو په شمول ۲۶ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ملکي کسان ټپيان دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي، د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG