د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

د کورنیو چارو وزارت: ۷۲ زره افغان پوځیان د ټاکنو د امنیت لپاره موظف شوي


افغان سرتېری
افغان سرتېری

د افغانستان امنیتي ارګانونه وايي چې د ټاکنو د امنیت لپاره یې ۷۲ زره پوځیان موظف کړي.

په نږدې دوو اوونیو کې افغانان د خپل راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره رای ورکوي.

دوی په تېرو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کې هم د خوښې وړ کاندیدان وټاکل، خو د ګڼو لپاره د سر په بیه تمام شول.

د افغانستان امنیتي ادارې بیا دا وار ډاډ ورکوي چې د رای ورکوونکو د امنیت د نیولو لپاره افغان پوځیان پوره چمتو دي او دوی هم بشپړ پلان ورته نیولی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون یکشنبه په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، څه باندې ۷۲ زره افغان پوځیان د ټاکنو د پروسې د امنیت لپاره موظف شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

هغه وویل چې تر انتخاباتو مخکې د انتخاباتو په ورځ او تر انتخاباتو وروسته درېیو پړاوونو ته د ښه امنیت پلان جوړ شوی او تطبیق یې روان دی.

دی وایي: "زموږ اطمینان تاسو (ژورنالیستانو) ته د افغانستان خلکو ته، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته او قدرمنو کاندیدانو ته همدغه دی چې پولیس، دفاعي ځواک، کشف او استخبارات به له ټولو امکاناتو استفاده وکړي، تر څو وکولی شو چې په هغه شکل چې خپله د افغانستان د خلکو توقع ده، د کمېسیون توقع ده او د کاندیدانو توقع ده، په هماغه شکل د دغې مهمې، ملي او تاریخي پروسې امنیت ونیسو، ۷۲ زره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د انتخاباتو امنیت ساتي."

ښاغلي رحیمي وویل چې په دې سربېره چې دا ۷۲ زره سرتېري به په څو ورځو کې لومړۍ درجه احضارات پیل کړي، تر دېرش زرو نور اضافي پوځیان به هم د انتخاباتو د امنیت لپاره ساتل کېږي.

د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت تر څنګ د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي هم ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونه په بېلابېلو ولایتونو کې په تصفیوي عملیاتو بوخت دي او د ده په خبره، له طالبانو یې زیاتې سیمې بېرته نیولي څو ګڼ خلک په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویاندویانو دا هم وویل چې د افغان ځواکونو له خوا د انتخاباتو ټول حساس او غیر حساس مواد ولایتونو ته انتقال شوي او کوم ګواښ نه و ورته متوجې.

د افغانستان امنیتي ادارې داسې وخت د ټاکنو د امن ترسره کېدو لپاره خلکو ته ډاډ ورکوي چې تېرو څو ټاکنو کې هم د امنیت د نیولو خبرې شوې وې، خو ګڼ افغان ملکیان د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو په بریدونو کې مړه او ټپیان شول.

تر ټولو وروستۍ ټاکنې د ولسي جرګې وې چې تېر ۱۳۹۷ کال د میزان په ۲۷مه وشوې.

د همدې ټاکنو په ورځ د کورنیو چارو وزارت د اعلان له مخې طالبانو نږدې ۲۰۰ بریدونه کړي وو چې پکې ۵۲ افغان ملکیان او پوځیان وژل شوي وو او ۱۲۵ نور ژوبل وو.

د انتخاباتو د یوه مرکز انځور
د انتخاباتو د یوه مرکز انځور

د ملکیانو د خوندیتوب لپاره د عدالت غوښتنې ډله بیا وايي چې د پخوانیو ټاکنو امنیت ته په کتو باورمنده نه ده چې دا وار ولسمشریزې ټاکنې له ښه امنیته برخمنې وي.

د دې ډلې مشر عزیز احمد تسل د یکشنبې په شپه ازادي راډیو ته وویل: "حکومت باید په دغسې پالېسیو باندې کار وکړي سر له اوسه چې د انتخاباتو په ورځ باندې خلک او هغه کسان چې رایه استعمالوي، د هغوی سر وساتل شي، د هغوی ګوتې پرې نه شي او ژوند یې خوندي وي، هغوی په اسانه باندې خپلې رایې وکارولی شي، پخوا چې کوم امنیت تجربه شوی، نو موږ ډېر باور نه لرو چې د افغانستان حکومت به دومره وړتیا ولري چې هغه د انتخاباتو په ورځ د ولس ساتنه وکړي او هغه کسان چې رایه کاروي، هغه خوندي کړي."

وسله والو طالبانو چې په تېرو ټاکنو کې یې هم د شااوخوا ۴۰۰ بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې وه، دا وار د ولسمشریزو ټاکنو په اړه خلکو ته ګواښ کړی چې له رای ورکولو ډډه وکړي.

دوی له انتخاباتو نږدې دوه میاشتې مخکې د اګست په شپږمه ویلي وو چې د ټاکنو مخه به نیسي او خپلو بریدونو ته به زور ورکوي.

XS
SM
MD
LG