د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

دنیا: د ملي یوالي حکومت مشران هر څه ته د واک د دوام له عینکو ګوري


د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په جلال اباد کې د صفر دوه امنیتي قطعې له لوري د څلورو وروڼو وژل جنګي جنایت بللی دی.

وړاندې په مطلب کې د ننګرهار د ولایتي شورا د غړو په حواله راغلي، دا لومړی وار نه دی چې دغه قطعه ملکي وګړي په نښه کوي، بلکې له دې وړاندې يې هم د دی ولایت په بېلابېلو سیمو کې ولسي وګړي وژلي دي.

د مطلب لیکوال د دې ولایت د ولایتي شورا د غړو هغه غوښتنه هم راخیستي چې د یادو ځواکونو د خپلسرو عملیاتو مخنیوی او د پېښې د عاملینو نیول په کې شامل دي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې بیا په امنیتي بنسټونو کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي چې د افغانستان د ملي امنیت د عمومي رئیس معصوم ستانکزي استعفا مهمه وه او اړینه ده چې د وسله والو مخالفینو د حملو د مخنیوي په هدف په امنیتي بنسټونو کې اصلاحات راشي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د پلازمېنې کابل په ګډون لویو ښارونو ته له چاودېدونکو موادو د ډکو موټرونو ننویستل او چاودنې کول د استخباراتي ادارو کمزوري په ګوته کوي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه امریکا ځان او افغانان دواړه غلطوي.

وړاندې په مطلب کې راغلي دي چې له هغه وروسته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه مخامخ خبرې اترې پیل شوي، امریکا هڅه کوي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو او له طالبانو سره د سولې په نوم داسې یوه هوکړه وکړي چې افغانستان د ثبات پر ځای کړکېچ او کورنیو جګړو ته ورټیل وهي.

د مطلب لیکوال لیکي، امریکا تر اوسه د افغانستان د قضیې په اړه یو روښانه او واحد دریځ نه دی خپل کړی.

د ورځپاڼې په وینا، امریکايي چارواکي له یوې خوا ټینګار کوي چې په افغانستان کې د خپلې روانې کړې جګړې پای يې لومړیتوب دی او غواړي چې دا مسئله ژر ترژره د خبرو له لارې حل کړي، خو ورسره هم مهاله د افغانستان او د افغان ځواکونو د اوږد مهالې مرستې ډاډ هم ورکوي.

د مطلب لیکوال د یو شمېر کارپوهانو له قوله لیکلي دي چې امریکا د سولې د خبرو اترو په تېرو لسو میاشتو کې نه یوازې دا چې افغانان غلط کړي، بلکې ځان يې هم دوکه کړی دی.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا د ملي یوالي د حکومت په مشرانو نیوکه کړې چې ګوندې د سولې په پروسه کې يې د یو لړ مسایلو سره مسؤلانه چلند نه دی.

په سرمقاله کې راغلي دي چې د ملي یوالي حکومت مشران هر څه ته د واک د دوام له عینکو ګوري او د همدغه بې مسؤلیتو پایله ده چې په هېواد کې د هوايي حملو او طالبانو د بریدونو له امله د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG