د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

هند ته د خلیل‌زاد، اسلام‌اباد ته د الېس ولز سفر او په قطر کې د سولې خبرو اړخونه


په قطر کې د طالب استازو او د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي ترمنځ یوه لیدنه.
په قطر کې د طالب استازو او د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي ترمنځ یوه لیدنه.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په نوې ډهلي کې د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کړي.

ښاغلي خلیل‌زاد په داسې حال کې د سې شنبې په ورځ هند ته ځي چې پرون د قطر په مرکز دوحه کې د امریکايي او طالب لورو ترمنځ د یوې ممکنه هوکړې پر تخنیکي او عملي اړخونو بحثونو دوام درلود.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره‌یې ګټوره لیدنه درلوده.

جي شنکر زیاته کړې چې خلیل‌زاد ورته "د افغانستان د وضعیت په اړه جامع تازه معلومات ورکړل" او په دې اړه‌یې سره نظرونه تبادله کړل چې څنګه په مؤثره توګه ګډ کار کولای شي.

زلمی خلیل‌زاد د قطر له مرکز دوحې څخه هندوستان ته تللی دی.

که څه هم د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کشمیر پر سر د وروستۍ ترینګلتیا وروسته داسې شکونه شته چې ښايي د هند او پاکستان وروستۍ ناندرې او د افغانستان پر سولې یې اغېز زلمی خلیل‌زاد د نوې ډهلي سفر ته اړ کړی وي، خو نوموړی هندوستان ته تر روانېدو مخکې پر خپل ټویټر لیکلي چې نوې ډهلي ته د هغو لیدنو لپاره سفر کوي چې "له مخکې تنظیم شوي او هدف‌یې د افغانستان د سولې د ملاتړ لپاره د نړیوالې اجماع پیاوړي کول دي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال

اخوا بله لوړپوړې امریکايي ډیپلوماته الېس ولز اسلام‌اباد ته تللې ده.

د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې الېس ولز د سفر د هدف په اړه ډېر جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت ویلي چې هغه به څو ورځې په دې هېواد کې پاتې شي.

دا چې سفر به‌یې د افغانستان د سولې په تړاو په دوحه کې له روانو خبرو سره تړاو ولري کنه؟ څرګنده نه‌ده، خو پاکستاني رسنیو د دې هېواد د حکومتي سرچینو په حواله ویلي، له الېس ولز سره به د کشمیر په مسئله کې د هند وروستي اقدامات راپورته کړي.

افغان ژورنالېست سمېع یوسفزی چې په دوحه کې دی او دغلته د طالب استازو او امریکايي هیئت ترمنځ روانې خبرې څاري ازادي راډیو ته وویل، نوې ډهلي او اسلام‌اباد ته د زلمي خلیل‌زاد او الېس ولز سفرونه له مخکې تنظیم شوي وو، خو دا چې د دې سفرونو پر مهال د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر موضوع یو وار بیا ناندریو زور اخیستی، نو دا امریکايي ډیپلوماتان به د دې دوو سیالانو ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو هڅه هم وکړي، خو د سمېع یوسفزي په وینا د دوی خبرې په ځانګړې توګه له هندي چارواکو سره د زلمي خلیل‌زاد لیده کاته تر ډېره د افغانستان په سوله راڅرخي.

د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکی افراسیاب خټک
د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکی افراسیاب خټک

د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکی افراسیاب خټک وايي، پاکستان هڅه کوي چې پر امریکا فشار راوړي چې د افغانستان په سوله کې د مرستې په بدل کې ورسره په کشمیر کې مرسته وکړي.

نوموړي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په شمول د یو شمېر پاکستاني چارواکو هغو څرګندونو ته په اشارې چې د کشمیر سوله‌یې له افغانستان سره تړلې بللې وویل: "دوی غواړي امریکا ته ووايي چې تاسو هندوستان باندې فشار راوړئ، کنه پاکستان به د افغانستان په روغه جوړه کې چې کوم رول ادا کوي هغه به ادا نه‌کړای شي. دا پر امریکا د یو ډول فشار راوړلو هڅه ده، خو ګورو چې دا فشار به تر کومه حده کامیابېدای شي کنه؟"

تر دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب سرچینو ویلي چې په ورستیو خبرو کې یې ښه پرمختګ کړی دی.

بل‌خوا هغه خبریالان چې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې څاري وايي چې د سې شنبې په ورځ د دواړو لورو ترمنځ د یو ممکنې هوکړې پر تخنیکي او عملي اړخونو بحثونو دوام درلود.

افغان ژورنالېست سمېع یوسفزی وايي، ښايي په عمومي توګه دواړه لوري سره نږدې شوي وي، خو لا یې هم ترمنځ اختلافات شته چې هواری غواړي.

ښاغلی یوسفزی زیاتوي: "زه فکر نه‌کوم چې داسې ډېر نهايي مرحلې ته دې سره رسېدلې وي، خو ویلی شو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ اختلافي مسئلې په سلو کې ۹۰ سره حل شوې دي او دا هم هغه مهال ممکن شول چې امریکایان په یو ډول د اوربند له غوښتنې په شا شول. دوی اوس د اوربند پر ځای په یو بل څه د توافق خبره کوي چې د تاوتریخوالي کمول‌یې بولي."

د ښاغلي یوسفزي په وینا د تاوتریخوالي د کمولو څرنګوالی هم لا څرګند نه‌دی چې څنګه او په کومو مواردو کې به تاوتریخوالی راکمېږي. نوموړی زیاتوي ښايي د عمومي اوربند موضوع د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته بین‌الافغاني خبرو ته پاتې شي.

تر اوسه پورې د سولې په خبرو کې ښکېلو امریکايي او طالب استازو په دې اړه چې ګوندې په هوکړه کې دې اوربند نه‌وي شامل څه نه‌دي ویلي.

په دوحه کې دا افغان خبریال وايي، له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو د دقیق مهالوېش موضوع لا هم له تخنیکي او عملي پلوه د دواړو خواو ترمنځ د بحث موضوع ده او د ځواکونو د وتلو پر یو مشخص وخت او مهالوېش لا هم وروستی توافق نه‌دی شوی.

په قطر کې د طالب استازو او د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي ترمنځ یوه لیدنه
په قطر کې د طالب استازو او د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي ترمنځ یوه لیدنه

په ورته وخت کې په دوحه کې د امریکا غږ اشنا خبریال د طالبانو د سیاسي دفتر د سرچینو په حواله وايي، د دوی یو پلاوی د چهارشنبې په ورځ ازبکستان ته ځي.

د دې هیئت چې ویل کېږي د طالبانو د سیاسي دفتر مهم غړي به په‌کې شامل وي، د سفر د هدف په اړه جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو طالب سرچینو ویلي چې دا سفر له مخکې پلان شوی و.

هغوی چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې څاري وايي، که څه هم دواړه لوري یو توافق ته نږدې دي، خو دا ستونزمنه ده چې وویل شي، ایا تر راتلوتکي لوی اختر پورې به د دواړو خواوو ترمنځ هوکړه لاسلیک او اعلان شي او کنه؟

XS
SM
MD
LG