د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

غني: د سولې په پروسه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت پرسر معامله نه شي کېدای


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

په قطر کې د سولې په اړه د خبرو د اتم دور له پیل سره سم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، څوک دې په دې کې شک نه کوي چې د سولې په پروسه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت پرسر معامله نه شي کېدای.

اشرف غني داخبره پرون د اګست په درېیمه په کابل کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر افسرانو ته وکړه.

هغه همداراز د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې په اوازو پسې دي نه ګرځي او د سولې د مذاکرو تر پیل پورې دې د دښمن په ځپلو تمرکز وکړي.

د افغان ځواکونو یو انځور
د افغان ځواکونو یو انځور

محمد اشرف غني وویل: پر ګډه اعلامیه موافقه شوې، په دې اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې اساسي شریک د افغانستان اسلامي جمهوريت او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه دي، ټول پوهېږي چې له دې ځواکونو پرته به سیمه او نړۍ له بحران سره مخامخ شي، له دې امله موږ بشپړ ډاډ لرو چې له نړیوالو سره زموږ ټول تړونونه به پرځای وي.

په افغانستان کې د اسلامي جمهوري نظام تشکیل له هغو ډموکراتیکو پرمختګونو دی چې په وروستیو اتلسو کلونو کې شوي دي.

د افغانستان نړیوال شریکان هم د سولې لپاره په خبرو کې مکرراً د وروستیو تقریباً دوو لسیزو د پرمختګونو په خوندي ساتلو ټینګار کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د جمعې په ورځ په بروکسل کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: موږ د ټولو هڅو هرکلی کوو، موږ د بین الافغاني خبرو د پیل کلک ملاتړ کوو، ځکه د افغانستان حکومت باید د سولې د پروسې برخه وي، موږ باید هره هغه هڅه وکړو چې موږ هغه پرمختګونه وساتو چې په افغانستان کې شوي، چې افغانستان بیا د نړیوال ترورېستانو مرکز نه شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

سټولټنبرګ وویل چې له طالبانو سره د امریکا د خبرو هرکلی کوي، خو لا هم ډېرې ستونزې په مخکې پرتې دي چې باید حل شي.

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د راتلونکې په اړه وویل چې دوی به د امریکا له متحدو ایالاتو سره په ګډه په مناسب وخت کې د خپلو عسکرو د برخلیک پرېکړه کوي.

خو د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ماښام رسنیو ته یو ټيليفوني پیغام استولی او لیکلي یې دي: که توافقنامه نهايي شي، له مخې به یې په ټاکلې موده کې ټول بهرني پوځونه له افغانستانه وځي او هم به له افغاني جهتونو سره مذاکراتو ته لاره خلاصه شي.

په دې لنډ پیغام کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د الجزیرې ټلویزیون عربي برخې پرون په دوحه کې د خپلو سرچینو په حواله وویل چې دا وار خبرې ښايي د اګست تر دیارلسمې وخت ونیسي او د جګړې د پای ته رسېدو موافقه به یې په پای کې وشي.

د فرانسې خبري اژانس ته په دوحه کې یوې سرچینې ویلي چې د خلیلزاد او د وسله والو طالبانو د سیاسي ډلې د مشر ملا برادر د مخامخ خبرو او کتنې لپاره هم هڅې کېږي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې ویلي وو چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ابتدايي موافقه کې به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر له ۱۴۰۰ څخه ۸۰۰۰ ته را کم شي.

په مقابل کې به یې د وسله والو طالبانو سیاسي مشران اوربند، له القاعده سره د اړیکو شلول او بین الافغاني خبرې ومني.

واشنګټن پوسټ د افغانستان د حکومت د یوې پټې سرچیني په حواله لیکلي وو چې د جمهور رئیس غني اداره له طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیاری نیسي.

XS
SM
MD
LG