د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

بریتانیا په فارس خلیج کې د امریکا له نړیوال مأموریت سره یوځای کېږي


په فارس خلیج کې د یران یوه جنګي کښتۍ. April 30, 2019
په فارس خلیج کې د یران یوه جنګي کښتۍ. April 30, 2019

بریتانیا په فارس خلیج کې د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو له نړیوال مأموریت سره یوځای کېږي.

دغه مأموریت په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ ساتنه کوي.

هرمز تنګی د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ لاره ده چې فارس خلیج له عرب سمندرګي سره نښلوي.

د بریتانیا دفاع وزیر بن والیس «Ben Wallace» د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې بریتانیا پرېکړه کړې چې په خلیج کې خپلې کښتۍ او نور وسایط له غیر قانوني خطرونو څخه خوندي کړي.

نوموړي وویل: "موږ له امریکا او نورو سره په ګډه هڅه کوو څو په هرمز تنګي کې د ستونزو د مخنیوي لپاره حل‌لاره پیدا کړو."

د بریتانیا دفاع وزیر بن والیس «Ben Wallace»
د بریتانیا دفاع وزیر بن والیس «Ben Wallace»

​د بریتانیا د دفاع وزارت د راپور له مخې د دغه هېواد سمندري ځواکونه د امریکا متحده ایالاتو د سمندري قواوو ترڅنګ د هغو کښتیو او وسایطو ملګرتیا کوي چې له هرمز تنګي تېرېږي.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د لندن او تهران ترمنځ د یو بل د تېل وړونکو کښتیو د نیول کېدو پر سر شخړې ډېرې شوې.

تر دې وړاندي امریکا له خپلو متحدینو غوښتي وو چې له دې مأموریت سره یوځای شي، خو اروپایي هېوادونو لېوالتیا ونه‌ښوده.

جرمني ویلي چې د امریکا په مشرۍ دغه مأموریت سره نه‌یوځای کېږي. دغه هېواد پرون وویل چې هڅه کوي د اروپایي ټولنې له نورو هېوادونو سره په ګډه په خلیج کې د کښتیو د خوندیتوب لپاره یو نظارتي مأموریت رامنځته کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس بیا ویلي چې دا کار وخت ته اړتیا لري چې اروپایي ټولنه دغې مسئلې ته وهڅول شي.

هاخوا په ایران کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې نن د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې یوازې پاتې ده او نه‌شي کولای ائتلاف جوړ کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په تهران کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال. August 5, 2019
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په تهران کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال. August 5, 2019

نوموړي زیاته کړه: "هغه هېوادونه چې د امریکا ملګري دي، له دې هېواد سره په ائتلاف جوړولو شرمېږي."

په جبل‌الطارق کې د بریتانوي ځواکونو له‌خوا د ایران د تېل وړونکې کښتۍ تر نیول کېدو وروسته، ایران په جولای میاشت کې د بریتانیا بیرغ لرونکې کښتۍ د هغې له عملې سره یوځای ونیوله او تور یې پورې کړ چې له سمندري قوانینو څخه‌یې سرغړونه کړې وه.

لندن وایي د ایران تېل وړونکې کښتۍ یې ځکه نیولې چې سوریې ته‌یې د نړیوالو بندیزونو پر خلاف تېل انتقالول.

ایران دا ادعا ردوي.

بریتانیا اوس‌مهال دوه جنګي کښتۍ په فارس خلیج کې ځای پر ځای کړې دي.

XS
SM
MD
LG