د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

له ایران سره د "اټمي تړون" په اړه د ویانا په یوه غونډه کې هر اړخیز بحث کېږي


ارشیف، په ویانا کې د ایران د اټمي هوکړه‌لیک په اړه تېره غونډه. March 6, 2019
ارشیف، په ویانا کې د ایران د اټمي هوکړه‌لیک په اړه تېره غونډه. March 6, 2019

ټاکل شوې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران سره د اټمي تړون د پنځو لاسلیک کوونکو هېوادونو استازي غونډه وکړي.

بریتانیا، فرانسه، جرمني، چین او روسیه د هغو هېوادونو څخه دي چې لا هم له ایران سره په ۲۰۱۵ م کال کې لاسلیک شوي اټمي تړون ته ژمن دي.

د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵ م کال کې له لاسلیک شوي اټمي تړون څخه د امریکا متحده ایالات تېر کال په یو اړخیزه توګه ووت.

په دې تړون کې د پاتې هېوادونو استازي په داسې حال کې غونډه کوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ زور اخیستی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ دفتر د سې شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې د دې پنځو هېوادونو استازي د جولای په ۲۸مه نېټه په ویانا کې خپلو کې ګوري څو د دې تړون په عملي اړخونو بحث وکړي.

په تهران کې د اټمي دستګاه یوه برخه
په تهران کې د اټمي دستګاه یوه برخه

تر دې مخکې ایران، جرمني، فرانسې او بریتانیا له ایران سره په اټمي تړون کې له ټولو ښکېلو لورو غوښتي و څو د تړون په وړاندې د شتو ننګونو د لیرې کولو لپاره خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې چې د ویانا په غونډه کې به د ایران او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د دې تړون د عملي کېدو اړوند مسئلو باندې بحثونه او خبرې وشي.

د دې تړون پر بنسټ چې پیل کې یې امریکا هم په‌کې شامله وه، ایران خپل اټمي فعالیتونه محدودوي او په بدل کې یې نړیواله ټولنه پرې بندیزونه لیرې کوي.

خو کله چې تېر کال د مې په میاشت کې ولسمشر ټرمپ له دې تړون څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ او پر ایران‌یې بېرته بندیزونه ولګول، د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا په زیاتېدو شوه او ورسره د تړون د عملي کېدو په وړاندې ننګونې هم زیاتې شوې.

ایران د امریکا د نورو بندیزونو په وړاندې وویل، اړتیا نه‌لري چې د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره د ۲۰۱۵ م کال دې اټمي تړون ته ژمن پاتې شي.

تهران د جولای میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې دې تړون ته‌یې خپلې ځینې ژمنې ځنډولي او تر هغه حده‌یې په لوړه سلنه او زیاته اندازه یورانیم غني کړي چې د دې تړون له مخې ورته ټاکل شوی دی.

له امریکا وروسته د دې تړون له بل غړي هېواد بریتانیا سره هم په وروستیو اوونیو کې د ایران اړیکې ترینګلې شوې. د بریتانیا شاهي سمندري ځواک په جبل‌الطارق کې د ایران د تېلو یوه لېږدوونکې بېړۍ په دې شک ونیوله چې ګوندې سوریې ته‌یې تېل لېږدول او پر دې هېواد یې د اروپايي ټولنې له‌خوا له لګېدلو بندیزونو سرغړاوی کړی.

څه وخت وروسته ایران هرمز تنګي ته نږدې د بریتانیا بیرغ لرونکې بېړۍ چې تېل‌یې لېږدول ونیوله او ادعا یې وکړه چې دا بېړۍ یې د نړیوالو قوانینو څخه د سرغړاوي په تور نیولې ده.

بریتانیا دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي ایران ته به د دې کار مناسب ځواب ووايي.

د بریتانیا نوی صدراعظم بورېس جانسون
د بریتانیا نوی صدراعظم بورېس جانسون

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د سې شنبې په ورځ، د بریتانیا د محافظه‌کار ګوند د مشر په توګه د بورېس جانسون د انتخاب له کبله نوموړي ته مبارکي ويلې او د ویانا راتلونکې غونډې ته په اشارې یې ویلي چې ایران به د خپلو اوبو ساتنه وکړي.

ایران تر دې مخکې ویلي وو که د تېلو د صادراتو مخه‌یې ونیول شي، د هرمز تنګی به د نړیوالې راکړې ورکړې پر مخ وتړي.

د امریکا متحده ایالاتو په وروستیو کې ویلي، د یو داسې نړیوال ائتلاف پر جوړېدو کار کوي چې د هرمز تنګي او باب‌المندب په نړیوالو اوبو کې د کښتیو امنیت خوندي کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG