د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

ټرمپ: د امریکا د کانګرس ۴ مېرمنې غړې دې له امریکا او اسرائیله بخښنه وغواړي


د امریکا ولسمشر ټرمپ
د امریکا ولسمشر ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو وار بیا د امریکا د کانګرس په څلورو ډموکراټو غړو تُندې نیوکې کړي.

د امریکا ولسمشر پرون په خپله ټویټرپاڼه د امریکا د کانګرس څلورو ښځینه غړو ته په اشارې ویلي چې د ده په فکر په دغو ښځو باندې امریکا ګرانه نه‌ده او د خپلو خبرو په خاطر دې له امریکا او اسرائیل بخښنه وغواړي.

الکساندرا کورتز، ایانه پرېسلي، رشیده تلایب او الهان عمر د امریکا د کانګرس هغه څلور ښځینه غړې دي چې د ټرمپ له انتقادونو سره مخ دي.

د دوی څلورو واړو میندې او پلرونه له نورو هېوادونو امریکا ته کډوال شوي دي.

دا څلور واړه ډموکراتانې چې ځان د "سکواډ" یا ډلګۍ په نوم یادوي په ټرمپ د بېلابېلو پالېسیو په خاطر انتقادونه کوي.

رشیده طلایب او الهان عمر د اسرائیل د حکومت پر ضد هم څرګندونې کوي.

ټرمپ تېره اوونۍ هم په ټویټر لیکلي و چې د امریکا د کانګرس په هغو څو ډموکرات غړو چې امریکا ګرانه نه‌ده کولای شي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

هغه دا خبرې د چهارشنبې په ورځ په یوه کمپاین کې هم خلکو ته کړې وې.

د ټرمپ د دغو کمپایني خبرو پر مهال د هغه پلویانو دا شعار ورکاوه چې الهان عمر دې بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.

ټرمپ د همدغو شعارونو په خاطر هم له سختو نیوکو سره مخ شو.

د کانګرس ډموکراتې غړې الهان عمر د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې ټرمپ فاشیستي ایډیولوژي دودوي.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د یوې څارونکې کمېټې مشر ایلیجا کمینګس چې له اصله افریقایی دی ټرمپ په دې خبرو توکم‌پاله وباله.

کمینګس تېره اوونۍ اې بي سي ټلوېزیون ته وویل چې د امریکا د کانګرس دا څلور غړې ډېرې فعالې دي امریکا پرې ګرانه ده.

د ټرمپ د خبرو په اړه ان د کاناډا صدراعظم جاستین ترودو هم نظر ورکړ او ویې‌ویل چې دا څرګندونې د منلو نه‌دي: "فکر کوم چې شوې خبرې ناسمې، دردوونکې او هېڅ د منلو نه‌دي. زه غواړم دا ووایم چې په کاناډا کې باید هر څوک پوه شي چې دلته دا خبرې کاملاً ناقانونه دي او اجازه نه‌ورکول کېږي."

د کډوالۍ په چارو کې د ټرمپ سلاکار سټوین میلر بیا هڅه کړې چې د ټرمپ خبرې توجیه کړي. هغه له فاکس نیوز سره یکشنبه مرکه کړې او ویلي یې دي چې ولسمشر ټرمپ واضح کړه چې دی د "هغه بېرته واستوه" له شعارونو سره موافق نه‌و.

مېلر ویلي د چهارشنبې ورځې د کمپاین پر مهال خلک او وطندوسته امریکایان د ده په خبره په واشنګټن کې د کین اړخو «ډموکراتان چې اوس د ټرمپ مخالفین دي» سره د لانجو له سپينولو ستړي شوي.

د استازو جرګې غړې الکساندرا اوکاسیو کورټز چې د سکواډ ډلې غړې ده بیا د ټرمپ د کمپاین وېډیو ته په اشارې ویلي چې "وېډیو له سره وګورئ ښکاري چې په ټرمپ باندې د خلکو شعارونه ښه لګېږي."

XS
SM
MD
LG