د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د افغانستان ولسي جرګه خپله د اوړي رخصتي دوه اوونۍ ځنډوي


د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ یو انځور
د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ یو انځور

د افغانستان ولسي جرګه وايي، احتمال لري چې د دغې جرګې د اوړي رخصتي دوه اوونۍ وځنډېږي.

سره له دې چې د قانون له مخې، د افغانستان ملي شورا د اسد په لومړۍ نېټه د اوړي رخصتي کوي، خو د ولسي جرګې اداري پلاوی او یو شمېر نور غړي وايي، احتمال لري چې دوی خپله رخصتي دوه اوونۍ وروسته کړي.

دغه تصمیم د کال په منځ کې د بودجې او تقنیني اسنادو د تصویب او د جرګې د لږ کار کولو له امله نیول شوی.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: د کال د وسط بودجه پرون ولسي جرګې ته راولېږل شوه، له دې امله موږ نه شو کولی چې تعطیلاتو ته لاړ شو، بله د کم کارۍ له امله چې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې رامنځته شوه، ډېر موارد پاتې دي او ډېری وکیلان ټینګار کوي چې رخصتي ونه کړي، اساسي قانون هم حکم کوي چې موږ باید تعطیلاتو ته لاړ نه شو.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان

ښاغلی عرفان وايي، ولسي جرګې ته ۱۰۸ تقنیني اسناد پراته دي چې باید تصویب شي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ملي شورا غړي په کال کې دوه ځلې یعنې په ژمي او اوړي کې رخصتي کوي.

د ولسي جرګې د اوړي رخصتي د اسد په لومړۍ پیل او د سنبلې تر ۱۵مې دوام کوي.

دغه رخصتي په تېرو دورو کې د خلکو له غبرګون سره مخ شوې ده.

د هېواد اکثرو اوسېدونکو مخکې له دې ویلي چې د خلکو استازي د اوړي او ژمي په رخصتیو کې خپلو سیمو ته نه ځي او د خلکو ستونزې یې له نږدې نه دي ارزولي.

د ولسي جرګې ځیني غړي او په تېره غلام فاروق مجروح ټینګار کوي چې ډېری وکیلان په دې نظر دي چې رخصتي ونه کړي او خپل کارونه پرمخ یوسي.

بل خوا د افغانستان مشرانو جرګې هم ویلي، دا چې ولسي جرګې خپل کارونه په ځنډ پیل کړل او ډېر اسناد ورته پراته دي، ښايي دوی هم رخصتي ونه کړي.

د دغې جرګې د منشي مرستیال فیصل سمېع وايي: له دې امله چې ولسي جرګې خپل کارونه په ځنډ سره پیل کړل، احتمال لري چې موږ د اسد په لومړۍ نېټه رخصتي ونه کړو، لس پنځلس ورځې به کارونو ته ادامه ورکړو، د کال د منځ د بودجې او قطعيې په خاطر.

د افغانستان د ملي شورا اولسمه دوره د روان کال د ثور په شپږمه د دوه میاشتو ځنډ وروسته پیل شوه او د ولسي جرګې د رئیس او اداري پلاوي د ټاکلو په خاطر تاوتریخوالي هم نږدې دوه میاشتې دوام وکړ.

د افغانستان ولسي جرګې په تېرو دوو میاشتو کې د اداري پلاوي د نه شتون له امله هېڅ فعالیت نه درلود.

XS
SM
MD
LG