ولسمشر محمد اشرف غني د دري ژبې په اړه وايي، دري ژبه د خلکو د یوځای کېدو او د تمدن ځای دی، خو په افغانستان کې ورته لږ کار شوی دی.
فارسي – دري ژبه، د پامیر له غرونو او تخارستان کهن نه تر هندوستان او د فردوسي د فارسي د رسا او ساده ژبې نه د بېدل تر غرونو رسېدلې او پر دغو سیمو یې د فرهنګ سیورۍ خپور کړی دی.
د ژبپوهنې پیاوړي څېړونکي، د دغې ژبې د روزنې او پاللې ځای او زانګو، نننی افغانستان ګڼي.
یو شمېر ژبپوهانو او ادیبانو راټول شوي د «افغانستان ګهواره ی زبان فارسي– دري» په نوم یې یو سیمینار جوړ کړی چې د دغې ژبې د لارې د لوړو ژورو په څرنګوالي خبرې وکړي.
ولسمشر غني د دغه سیمینار په یوې برخه کې په خپلو خبرو کې فارسي– دري ژبه د افغانستان د خلکو د یوځای کېدو ژبه ګڼي او وايي، کوم کارونه چې د دغې ژبې د ودې لپاره شوي، ډېر لږ دي.
دی وايي: "ضرورت دا دی چې په هغه اندازه چې پر اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو پانګونه کېږي، د دې وخت را رسېدلی چي په خپل فرهنګ هم پانګونه وشي. دري ژبه د فارسي د لویې سیمې د رامنځته کېدو وسیله ده چې افغانستان پهدغه سیمه کې اساسي رول لري، که ګډ لید ونهلرو، هر ډول اقتصادي وده مو نهشي یوځای کولی، له کوم افراطیت سره چې مخ یو، مرمۍ ورته ځواب نه وايي، اساسي ټکی فکري لید لوری دی."
یو شمېر څېړونکي او د پوهنتونونو استادان د لید لورو د یو ځای کېدو او د فارسي– درې ژبي د علمي ودې لپاره، دغه ډول سیمینارونه مهم ګڼي.
د دغه سیمینار د جوړونکې کمېټې رئیس او د کابل پوهنتون د فارسي– دري ژبې او ادبیاتو د پوهنځي استاد محمد حسین یمین له ولسمشره وغوښتل چې د مولانا بلخ په نامه یو مډال جوړ شي: "فارسي- دري ژبه د همدغې خصلت جوړونې او د تمدنونو د ژبې په توګه نن د ټولنو پېژند پاڼه ده، په معینو وختونو کې یې د نړیوالې ټولنې، لسګونه څېړونکي او نامتو پوهان اړ کړي چې د اثارو په اړه یې څېړنې وکړي. د دغې ژبې په قیمتي او پراخو ادبیاتو په عمر یو زرو څو کلونه تیریږي."
دغه درې ورځنی سیمینار د هېواد د استقلال د سلمې کلیزې د لمانځلو په مناسبت جوړ شوی دی.