د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

نشنل انټرسټ: د افغانستان د جګړې د حل لپاره ستونزمنو انتخابونو ته اړتيا ده


یو شمېر نړېوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړېوالې ورځپاڼې
  • نشنل انټرسټ

د افغانستان د جګړې د حل لپاره ستونزمنو انتخابونو ته اړتيا ده. دا د نشنل انټرسټ خپرونې د مقالې عنوان دی.

د خپرونې په وینا، د امریکا او طالبانو خبرو دوام کړی، خو دا خبرې کوم لور ته روانې دي؟

نشنل انټرسټ ليکلي چې په افغانستان کې د سولې د یوه چوکاټ رامنځته کولو په خاطر د افغانستان د قانون له مخې د دې هېواد د حکومت تر مدریت لاندې د سولې یو جامع توافق تر لاسه کېدای شي.

د توافق په اړه دوهم نظر داسې مطرح شوی چې په نتيجه کې يې ښايي نړيوال ځواکونه له افغانستانه ووځي او طالبان د افغانستان د ځواکونو د قوماندې په چوکاټ کې ځای پر ځای شي.

لیکوال دې ته هم پام کړی چې امریکا باید له افغانستان سره په اقتصادي، روزنيزه، سلا ورکولو او ځواکونو د تجهیز په برخه کې هم همکاري وکړي.

همدا راز د خپرونې په باور په افغانستان کې د ترورېزم ضد امریکايي ځواکونو یوه کوچنۍ برخه به په افغانستان کې پاتې شي.

نشنل انټرسټ امريکا ته هم توصیه کوي چې له پاکستان سره د روابطو په پياوړي کولو سره دغه هېواد ته باید انګېزه او اعتماد ورکړي چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

مقاله پردې ځای پای ته رسېږي چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسيږي، خو په یوه بل نوم به دوام وکړي نو افغانستان او پاکستان باید په داسې حال کې چې امریکا دا ماموریت پريږدي، ومني چې دواړه د واشنګټن ملاتړ ته اړتيا لري.

  • فارن پالیسي

فارن پالیسي مجلې د افغانستان د ځنګلونو په اړه لیکلي چې داعش ډله ورڅخه استفاده کوي.

مقاله لیکي چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش جګړه ماران له ۲۰۱۵میلادي کال راهیسې په کونړ کې فعالیت کوي، خو د مقالې په وینا د کونړ ولایت هغه ځنګلونه چې پخوا د طالبانو په کنټرول کې وو، اوس د داعش ډلې لپاره د لرګیو د صنعت له لارې د عاید سرچینه ده.

مقالې لیکلي چې د څوکۍ ولسوالۍ نه یوازې د داعش او حکومتي ځواکونو تر منځ د جګړې کرښه ده، بلکې د لرګیو قاچاق وړونکي له همدې لارې د کونړ د ځنګلونو لرګي د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته انتقالوي.

مقالې د کونړ د پولیسو د مشر محمد یوسف له قوله لیکلي چې په‌دې سیمه کې تر ترورېزم وروسته لویه ستونزه د لرګیو قاچاق دی.

مقاله لیکي چې کونړ پخوا د بلوط، صبر او غوز په ونو پوښلی وو، خو په تېرو ۳۰ کلونو کې ۴۰ فیصده ونې له منځه تللي او له مخکې لا وچ شویو غرونو ته لاره اسانه شوې ده.

مقالې د څوکۍ ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي محمد کامل له قوله ليکلي چې اټکل کوي، هرکال پاکستان ته شل زره ونې قاچاقېږي.

محمد کامل چې د لرګیو کاروبار کوي، فارن پالیسي مجلې ته ویلي چې پخوا به یې طالبانو ته پیسې ورکولې خو اوس يې پيسې داعش ته ځي.

د ده په وینا هره ونه له درېیو تر پنځو زرو پاکستانیو کالدارو بیه لري.

د مقالې په وینا، د حکومت پر هڅو سربېره چارواکي د لرګو قاچاق ته جدي پام نه‌کوي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG