د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

ایکانومېک ټایمز: هند به احتمالاً د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي


یو شمېر نړېوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړېوالې ورځپاڼې
  • ایکانومېک ټایمز

د هند ایکانومېک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت پر اساس په یوه راپور کې ویلي چې هند به احتمالاً د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته ویلي چې هند به له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره- سره د طالبانو، پاکستان او چین د نفوذ د کمېدو لپاره له افغانستان سره مالي او نورو مرستو ته دوام ورکړي.

ایکانومېک ټایمز لیکلي:

د امریکا دفاع وزارت د خپل هېواد کانګرس ته په یوه راپور کې ویلي چې که د افغانستان امنیتي وضعیت لا خراب شي ممکن له دې هېواد سره د هند د مرستو په وړاندې خنډ پېښ شي.

د پنتاګون په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمېدا په صورت کې هند ښايي د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي، څو له دې لارې په‌دې هېواد کې د طالبانو، پاکستانیانو او چینایانو د نفوذ د محدودولو هڅه وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت راپور همدا راز وايي چې هند داسې باثباته افغانستان غواړي چې هغه تروریستان په‌کې ځالې جوړې نه کړای شي چې د هند ګټې ګواښي او له پاکستان سره نژدې اړیکې لري.

هند وايي چې د لشکر طیبه په شمول یو شمېر کشمیري ډلې په پاکستان کې مرکزونه لري او له هماغه ځایه په هندي کشمیر کې د حملو لپاره کار اخلي.

خو پاکستان د هند تورونه ردوي.

ځینو هندي چارواکو په وروستیو کې ادعا وکړه چې پاکستان هڅه کوي چې دغو ډلو ته چې د حملو اصلي هدف یې هند دی، د افغانستان په خاوره کې مرکزونه جوړ کړي.

هند افغانستان ته د خپل یوه مهم او ستراتیژیک دوست په سترګه ګوري.

دې هېواد په وروستیو څو کلونو کې افغانستان ته ۸ روسي «اېم.ای. -۳۵» هليکوپټرې ورکړي دي، خو د پنټاګون په راپور کې ویل شوي چې افغانستان ته د هند اکثره مرستې د بشري چارو، زېربینايي پروژو او اقتصادي پروژو په برخو کې دي.

هند له ۲۰۰۲ میلادي کال را په‌دې خوا له افغانستان سره د څه باندې ۴ میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.

په بادغیس کې د شنبې په ورځ پر یوه هوټل د طالبانو د حملې، په افغانستان کې د یوه امریکايي پوځي د وژل کېدو او د یوه افغان ژورنالېست د وژل کېدو په اړه هم ګڼو ورځپاڼو مطالب خپاره کړي دي.

  • چارلوټ ابزرور

چارلوټ ابزرور ورځپاڼې په پکتیا ولایت کې د افغان راډیو ژورنالېست نادرشاه صاحب‌زاده په اړه لیکلي چې د نوموړي مړی د شنبې په ورځ په ګردېز کې وموندل شو.

ورځپاڼه وايي، که څه هم د صاحب‌زاده د وژلو مسؤلیت لا کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخېستی، خو په افغانستان کې طالبان او داعش ډېر ځلي پر خبریالانو حملې کوي.

ورځپاڼه وايي چې افغانستان په نړۍ کې د ژورنالېستانو لپاره تر ټولو خونړۍ هېواد دی.

په نیویارک کې د ژورنالېستانو د خوندیتوب د کمېټې له شمېرنو سره سم تېر کال په افغانستان کې لږترلږه ۱۳ خبریالان د خپل کار په خاطر وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG