د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

میدان وردګ کې د افغان پوځیانو وروستي عملیات ګڼ غبرګونونه پارولي


ارشیف، د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، د افغان ځواکونو عملیات

د میدان وردګ په جغتو ولسوالۍ کې د افغان پوځیانو وروستي عملیات ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

د افغانستان د سولې د هڅو په اوج کې د جګړې د ښکېلو لوریو نښتو بیا هم له ملکیانو قرباني اخیستې.

د افغان حکومت یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شنبې په شپه د افغان پوځیانو په عملیاتو کې څلور ملکیان وژل شوي.

تردې مخکې افغان حکومت په‌دې برید کې ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې د ور اوښتو په اړه څه نه و ویلي.

د میدان وردګ د والي ویاند محب الله شریفزي ازادي راډیو ته ویلي و چې په برید کې د طالبانو د سرې قطعې ۲۰ هغه جنګیالي وژل شوي وو چې په مهمو جګړو کې یې برخه اخېستله.

د والي وياند وايي، دوى په‌دغو عملياتو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې ادعاوې څېړي.

د ازادي رآډیو خبریال صالح محمد صالح له محب الله شريفزي پوښتنه کړې چې په جغتو کې د وروستيو عملياتو وروستى حال څه دى؟

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00
مستقیم لېنک

په ټولنیزو شبکو کې د میدان وردګ د دغه برید ګڼې ویډیوګانې راوتلي او په‌کې ادعا کېږي چې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د میدان وردګ د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په‌دې برید کې ۱۴ ملکیان وژل شوي: "موږ د ملکیانو د شهیدانېدو تأیید کولای شو. ملکیان ۱۴ کسان شهیدان شوي چې څلور په‌کې وروڼه دي."

سره له دې چې دواړه لوري هم طالبان او هم حکومت په وار- وار د بشرپاله سازمانونو، سوله غوښتونکو ډلو او ملګرو ملتونو له لوري په جګړو کې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته هڅول شوي، خو بیا هم جنګ له ملکیانو قرباني اخلي.

ارشیف، د پکتیا یو شمېر وژل شوي ملکیان, December 31, 2018
ارشیف، د پکتیا یو شمېر وژل شوي ملکیان, December 31, 2018

د افغانستان د سولې ولسي حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست بېګاه له ازادي راډیو سره د میدان وردګ د جغتو د پېښې په تړاو وغږېد او ویې ویل چې د جګړې ښکیلې خواوې له یو بل سره زور ازمايي او ټول تاوان یې ملکیان پرې کوي.

دی وايي:"هره ډله چې په ملکي کسانو تیری کوي. هغه که طالبان وي که افغان حکومت وي که امریکا وي که هرڅوک وي دا د غندنې وړ ده موږ یې کلک غندو. افغان حکومت هم زور ازمايي چاپي وهي، هوايي بریدونه کوي. طالبان هم زور ازمايي. ځانمرګي بریدونه کوي، ځمکني ماینونه ږدي او چاودنې ورکوي. جګړې روانې دي. له بده مرغه د دوی دغه زور چې سره ازمايي یې یواځې او یواځې افغانانو ته په زیان تمامیږي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په خپل وروستي راپور کې ویلي و چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۸۰۰ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو تېره میاشت «د جون ۱۹» د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خبرو کې، ملکیانو ته د طالبانو له خوا د پېښ خطر د یادولو تر څنګ د هغو حکومتي عملیاتو په اړه هم اندېښنه ښوولې وه چې د ملکیانو ژوند په‌کې ګواښل کیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو

دی وايي: "زه همدا راز د پلټونکو عملیاتو په نتیجه کې ملکیانو ته د مرګ په شمول د زیاتیدونکي خطر او هم له بشري حقونو د سرغړونې په اړه اندېښمن یم. یو وار بیا په دغسې عملیاتو کې د لا زیات شفافیت او مسؤلیت منلو په ضرورت باندې ټینګار کوم."

د افغانستان حکومت که څه هم د میدان وردګ په جغتو کې د خپلو وروستیو عملیاتو په اړه لا وضاحت نه دی ورکړی خو مخکې یې څو واره ویلي چې وسله‌وال مخالفین له ملکیانو د سپر په توګه کار اخلي او ځینې وخت د بریدونو په نتیجه کې مُلکیانو ته مرګژوبله اوړي.

یو پخوانی افغان جنرال عتیق الله امرخېل افغان پوځیان ملامتوي چې په عملیاتو کې له پوره دقت کار نه اخلي او په نتیجه کې یې ملکیان ژوبلوي.

پخوانی افغان جنرال عتیق الله امرخېل ازادي رآډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې
پخوانی افغان جنرال عتیق الله امرخېل ازادي رآډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې

دی وايي: "هغه ځای کې چې واړه اهداف وي هغه څوک په بمونو نه ولي، څوک یې په هاوان نه ولي. د هغې لپاره مخصوصه وسله ده چې هغه پیاده او کمنډويي ځواک دی او یا هم د هوا په ځمکې راکټونو کار اخېستل کېږي. دوی د دوو تنو لپاره هم یو کلی ورانوي او تر څنګ یې هدف هم ترې غلطېږي د دې لپاره چې د دوی کشفي او استخباراتي معلومات ډېر ضعیف دي."

طالبانو ویلي چې په جغتو کې یوازې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د یکشنبې په ماښام په یوه بیان کې حکومتي پوځیان تورن کړي چې د سولې د هڅو په دوام یې د ملکیانو د خوندیتوب ژمنې ماتې کړي.

طالبانو داسې وخت حکومت د ملکیانو په وژنې تورن کړی چې وړمه ورځ په بادغیس او تر هغه مخکې تېره اوونۍ په غزني او له هغه لږ مخکې په کابل کې د دې ډلې په ډله‌ییزو او بمي بریدونو کې یو شمېر ملکیان مړه او ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG