د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ خلک: د لارو د بندښت له امله واښه خورو


د ارزګان مرکز ترینکوټ
د ارزګان مرکز ترینکوټ

د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ خلک وايي، په لاسونو میده شوي غنم او یا هم واښه خوري.

د چنارتو ولسوالۍ خلکو ازادي راډيو ته وویل چې ځکه په لاسونو میده شوي غنم او یا هم واښه خوري چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې وسله‌والو طالبانو د دوی پرمخ د ترینکوټ ښار او ولسوالۍ ترمنځ لاره تړلې ده.

دوی وايي، په یاده ولسوالۍ کې اوس خوراکي او غیرې خوراکي توکي پر خلاصېدو دي او که ځینې پاتې دي بيې یې څو برابره لوړې شوي دي.

د ارزګان ولایت مقام مسؤلین هم مني چې وسله‌والو طالبانو طالبانو د چنارتو ولسوالۍ لاره د خلکو پرمخ تړلې، خو خلاصون يې د دوی تر وسه پورته خبره ده.

هاخوا بیا د یادې ولسوالۍ امنیتي مسؤلین پر وسله‌والو طالبانو غږ کړی چې ملکي خلک دې د سپر په توګه نه کاروي او له دوی سره دې مخامخ وجنګېږي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG