د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د رأی اچونې د پاڼو د چاپ څرنګوالی


د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رایه زما حق» ځانګړې خپرونو د دې اوونۍ بحث مو په ښونځیو کې د رأی اچوونې مرکزونو او د رأی اچونې د پاڼو د چاپ څرنګوالي ته ځانګړی کړی.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د انتخاباتو په ورځ په ښوونځیو کې د رأی اچونې مرکزونو د څرنګوالي په اړه په یوه هر اړخېزه طرحه کار کوي.

دغه وزارت ګواښ وکړ، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په تېرو انتخاباتو کې ښوونځیو ته اوښتي زیانونه جبران نه‌کړي، یادو وزارت به په ښوونځیو کې د رأی اچونې مرکزونو ته اجازه ورنه‌کړي.

دغه وزارت وایي چې د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې په ټول افغانستان کې ښوونځیو ته ۴۵ میلیونو افغانیو په ارزښت زیان اوښتی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا وايي چې انتخابات یوه ملي پروسه ده چې ولس او دولتي ټول بنسټونه باید د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره په ګډه کار وکړي.

دا پروګرام ما رحمت الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:27:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG