په پاکستان کې د افغان کوچیانو مشر حاجي سعید خان
د ازادي میلمه په دې برخه کې مو په پاکستان کې د افغان کوچیانو یو مشرمیلمه کړی چې یوازینی هیله یې د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ سوله امن او ورورولي ده. حاجي سعید خان چې له څولسیزو راهیسې یې د پاکستان په سړو او تودو سیمو کې ژوند تیرکړی، د کوچیانو د یوې ټولنې مشري هم ورله غاړې ده. داچې کوچیان هلته له څه ډول ستونزو سره مخ دي، نوربه دلته واورئ: