د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

یو شمېر ډموکراټان: کېم جونګ اون سره به د ټرمپ ناسته په عکس اخېستلو تېره شوې وي


ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون
ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون

د امریکا د کانګرس یو شمېر ډموکراټ غړي او د ولسمشرۍ ټاکنو ځینې کاندیدان وايي، ډېر ډاډه نه‌دي چې د ډونالډ ټرمپ هڅې دې د شمالي کوریا اټمي لانجې د حل لپاره ښه پرمختګ وکړي.

د امریکا متحده ایالاتونو د ډموکراټ ګوند څو مخکښو غړیو په هغه څه چې دوی یې د کېم جونګ اون په څېر له مستبدو رهبرانو سره د ټرمپ نږدېوالی بولي انتقاد کړی دی.

دوی اندېښنه لري چې له کېم جونګ اون سره به د ټرمپ پرونۍ ناسته یوازې په عکس اخېستلو تېره شوې وي.

سناتور برني سندرس چې د ۲۰۲۰ میلادي کال ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډموکراټانو یو کاندید بلل کېږي پرون د یکشنبې په ورځ وویل، د امریکا له مخالفینو سره د ټرمپ د ناستې پر ضد نه‌دی، خو باید په خبرو کې د ستونزو د حل لپاره ډیپلوماټیک چلند وشي: "اندېښنه د هغه «ټرمپ» په ډېره بې ثباتي کې ده. زه له کېم جونګ اون سره په شمالي کوریا یا بل هر ځای کې د ټرمپ د ناستې مخالف نه یم. زه نه غواړم چې دی یوازې عکسونه واخلي. ټوله دنیا او رسنۍ زیر وې چې سبا او بله ورځ څه کېږي؟ که موږ دې نړۍ ته سوله راولو موږ باید ډېر ډیپلوماټیک مخته لاړ شو نه دا چې یوازې عکسونو ته ودریږو."

د امریکا یوه بل سناتور چک شومر وویل، داسې ښکاري چې دیکتاتوران پر مخ روان دي او هغه خلک چې په ډموکراسي باوري دي مخته نه ځي.

امریکايي سناتورانو دا څرګندونې وروسته له هغه کړي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون پرون د شمالي او جنوبي کوریاګانو په یوه سرحدي سیمه کې سره وکتل.

دا د ټرمپ او کېم جون اون درېیمه مخامخ لیدنه وه.

هغوی په دوو مخکینیو ناستو کې چې لومړۍ یې تېر جون په سینګاپور او دوهمه یې سږ فبروري په ویتنام کې وشوه، د کوریا ټاپو وزمې په غیر اټمي کولو او د شمالي کوریا په اټمي لانجې بحث وکړ.

لومړنۍ ناسته یې که څه هم د روابطو د پیل لپاره مثبته بلل شوې وه، خو دوهمه یې بې نتیجې پای ته ورسېده.

په پرونۍ او درېیمه لیدنه کې ټرمپ د شمالي کوریا خوا ته ورتېر شو او د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره یې د هغوی په خاوره کې روغبړ وکړ.

هغه خبریالانو ته وویل: "موږ په‌دې سرحدي سیمه کې ولیدل او هغه ته مې وویل چې غواړئ درشم؟ هغه «کېم جونګ اون» وویل، زه به وویاړم مهرباني وکړئ! ما ته د ویاړ ځای و چې دا کار مې وکړ. لیدنه مو ډېره ښه وه."

ټرمپ لومړنی امریکايي ولسمشر و چې د شمالي کوریا خاورې ته ننوت.

د شمالي کوریا په پوله د هغه ګام ډېرو یو زړور اقدام بللی، خو ګڼو انتقاد هم پرې کړی.

د بارک اوباما د ادارې د کور جوړونې پخواني وزیر او د ۲۰۲۰ میلادي کال د ولسمشرۍ ټاکنو اوسني کاندید ژولیان کاسترو له کیم جونګ اون سره د ټرمپ پر غیر جدي چلند انتقاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG