د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپاڼو شننې څه دي؟


ایمنیسټي انټرنیشنل:

د بښنې د نړیوال سازمان ایمنیسټي انټرنېشنل انلاین خپرونې په یوه مطلب کې د افغانانو د مهاجرت د څلورو لسیزو تاریخ ته کتنه کړې او لیکي چې افغانانو څلوېښت کاله مخکې له هېواده د وتلو او په نږدې هېوادونو کې د پناه اخیستو لړۍ پیل کړه.

خپرونه زیاتوي، د نور محمد تره کي او حفیظ الله امین په مشرۍ د کمونستانو د واکمنۍ په پیل کې له څلور لکو زیات افغانان د تشدد له وېرې پاکستان ته کډه شول خو دا شمېر پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي ځواکونو له یرغل وروسته ورو ورو زیاتېده او د ۱۹۸۰ کال په پای کې له ۴ میلیونو زیات افغانان پاکستان ته تللي وو.

د خپرونې په لیکنه، ۴ کاله وروسته له پنځو میلیونو زیات افغانان پاکستان او ایران ته کډه شوي وو.

ایمنسټي انټرنېشنل وړاندې لیکي چې افغان کډوال د ټولې نړۍ د کډوالو د نفوس لویه شمېره جوړوي او په تېرو څلورو لسیزو کې اکثر کسان له خپلو کورونو داسې وتلو ته اړ شوي چې بیا یې هېڅ کله خپل اصلي کورونه او کلي نه دي لیدلي.

خپرونه زیاتوي، که یو شمېر افغان کډوال د لنډې موده لپاره خپلو استوګنځایونو ته ستانه شوي هم وي، خو ژوند یې بیا د جګړو له خطر سره مخامخ شوی او مجبور شوي دي چې یا په هېواد کې دننه بېځایه شي او یا یو ځل بیا بل هېواد ته کډه شي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په خپرونه کې همداراز راغلي دي چې شااوخوا ۲،۶ میلیونه افغانان اوس مهال په قانوني ډول په نورو هېوادونو کې دېره دي، د نړۍ په هرو لسو کډوالو کې یو افغان دی او افغانان د سوریې له کډوالو وروسته د شمېر له پلوه هم په نړۍ کې دوهم ځای لري.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په دې اړه چې د افغانستان له بزګرانو سره څنګه مرسته کېدای شي، یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې په افغانستان کې د هندواڼو د خرڅلاو لپاره د تبلیغاتي کمپاین د پیل یادونه شوې.

په دې کمپاین کې په یوه ځای کې د سوداګرو یوې ډلې له اتڼ وروسته یوه یوه هندواڼه وخوړه، بل ځای ډاکترانو او هټۍ والو ته یوه ډوډۍ او د هندواڼې یوه ټوټه ورکړل شوه او په بل ځای کې د اقتصاد د پوهنځي یوه محصل د هندواڼو اته قاشه وخوړل او د زیاتو هندواڼو د خوړلو د مسابقې ګټونکی شو.

په مطلب کې د ولسمشر اشرف غني د هغه فرمان یادونه هم شوې چې وايي، داهندواڼې باید د افغان ځواکونو لپاره ونیول شي.

ورځپاڼه لیکي، له بېوزلو کروندګرو سره د مرستې لپاره دا کمپاین وروسته له هغه پیل شو چې په ټول افغانستان کې د هندواڼو بیې ټیټې شوې.

په فراه ولایت کې د یو ټن هندواڼه یوازې ۱۱ ډالرو ته راټیټه شوه او ځینو کسانو حتی خپل حاصلات له ځمکې اوچت نه کړل، ځکه د ټرانسپورت لګښت یې لا نه پوره کاوه.

نیویارک ټایمز د کندز ولایت د چارواکو له قوله لیکي چې وايي، په دې ولایت کې هم د هندواڼې حاصل سږکال د پخوا په پرتله په سلو کې ۴۰ زیات و، خو یو ټن یوازې په ۱۵ ډالرو پلورل کېده.

XS
SM
MD
LG