د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

د انتخاباتو کمېسیون: نږدې یو لکو ۲۳ زرو کسانو تقویتي نوم لېکنه کړې


ارشیف، په جوزجان کې د نوم لیکنې د یوه مرکز انځور
ارشیف، په جوزجان کې د نوم لیکنې د یوه مرکز انځور

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له غزني پرته په ټول هېواد کې تر دې مهاله د راتلونکو انتخاباتو لپاره نږدې یو لکو ۲۳ زرو کسانو تقویتي نوم لېکنه کړې.

په داسې حال کې چې د تقویتي نوم لیکنې د بهیر پای ته رسېدو ته شپږ ورځې پاتې دي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، یو لکو ۲۲ زرو او ۶۹۰ کسانو نوم لېکنه کړې ده.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د یکشنبې د ورځې ماسپښین د دغو څزګندونو تر څنګ ازادي راډيو ته وویل، کمېسیون په پلان کې نه لري چې دا بهیر د نورو ورځو لپاره هم وغځوي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي

دی وایي: د بهیر د غځولو لپاره تر اوسه کوم بل انتخاب نه لرو، هدف همدا دی چې مونږ باید د سرطان د میاشتي تر ۸مې نېټې پورې دا بهیر بشپړ کړو، ټول وګړي کولای شي چې په همدې موده کې نوم لیکنه وکړي او د رأیې ورکوونې له حقه برخمن شي.

د تقویتي نوم لیکنې بهیر د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې په ۴۵۸ مرکزونو کې خو د غزني ولایت چې عمومي نوم لیکنه ده، په ۲۴۷ مرکزونو کې په عمومي ډول پیل شوې ده.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په غزني ولایت کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر نه و ترسره شوی.

د نوم لیکنې په تقویتي بهیر کې هغه کسان چې د تېر کال د نوم لیکنې له پروسې پاتې وي، تازه ۱۸ کلن شوي او یا له بهره راستانه شوي کسان او د کومو کسانو چې پېژندپاڼې سوځېدلي او یا ورکې شوې وي، شامل دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، تېر کال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ګډون په هدف له غزني پرته په ټول هېواد کې نهه ميلیونه او پنځه سوه زرو کسانو نوم لیکنه کړې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا په دغه بهیر کې د کسانو د کمې نوم لیکنې په موضوع اندېښنه څرګندوي او وايي، کمیسیون په دې برخه کې خپل بشپړ مسؤلیت نه دی ادا کړی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید وویل: له شک پرته چې دامهال د تقویتي نوم لیکنې بهیر ورو مخکې ځي او شمېره ډېره ټيټه ده، کمېسیون باید په پاتې ورځو کې هم مطالعه وکړي او که چېري په راتلونکو ورځو کې دا بهیر چټکېږي، باید پروسه وغځوي.

ټاکل شوې چې ولسمشریز انتخابات د روان کال د میزان د میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ډاډ ورکوي چې دا انتخابات به په بشپړ چمتووالي او شفاف ډول ترسره شي.

XS
SM
MD
LG