یو شمېر عام خلک په ولسي جرګه کې رامنځته شوی تاوتریخوالی خواشینوونکی ګڼي او د جرګې دغو غړو ته په خپلو رأی ورکولو پښېماني ښيي.
شفیق د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۳۰» ازادي راډیو ته وویل، په ولسي جرګه کې چې روانو ګډوډیو ته ګوري، د خپلې خوښې وکیل ته په رأی ورکولو پښېمانه دی.
دی زیاتوي: "زه سل په سلو کې له خپلې رأيې پښېمانه یم، باید هېڅکله مې رأيه نهوای ورکړې، زما په څېر به نور هم باید پښېمانه وي ځکه چې دوی یوه مثبته الګو نه، بلکې ټول هېواد ته منفي ده."
دی وايي، تمهیې لرله چې دغه وکیلان به خلکو ته خدمت وکړي او کوم شعارونهیې چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال خلکو ته ورکړي، عملي یې کړي، خو داسې ونهشول.
د ولسي جرګې د رئیس د څوکۍ پر سر د جرګې د غړو ترمنځ د اختلافونو په دوام، وکیلانو د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا یو د بل ګرېوانونو ته لاس واچاوه، ان پهدغه نښته کې د ریاست مېز او څوکۍ هم ماتې شوې.
د کابل ښار په نادر پشتون واټ کې یو دکاندار نصیر احمد د جرګې د غړو دغه عمل شرموونکی ګڼي: "دوی راغلل، خو خپلو شخصي جېبونو ته کار کوي، پرونیې د ریاست څوکۍ ګډې وډې کړې، دا کار شرموونکی دی، نړۍ ته به څه ووایو."
دی وايي، دغه عمل باید تکرار نهشي.
د ولسي جرګې د ریاست پر سر تاوتریخوالی اوس هم دوام لري.
د ولسي جرګې ځیني غړي هم د جرګې د وضعیت په اړه د خلکو اندېښنې پر ځای ګڼي.
عبدالقادر قلاتوال ازادي راډیو ته وویل: "د خلکو اندېښنې پر ځای دي، موږ له دغو اندېښنو خبر یو. د ګوتو په شمار څو کسان دي چې تالار یې ولکه کړی او نور وکیلان د خپل عزت په خاطر منفي حرکت نهکوي."
د حقوقي چارو پوهان هم په ولسي جرګه کې رامنځته شوی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ ګڼي.
له دغو پوهانو کبیر رنجبر وايي، کومو وکیلانو چې تاوتریخوالی رامنځته کړی او د ولسي جرګې شتمنیو تهیې زیان رسولی، باید له خلکو بخښنه وغواړي: "د ولسي جرګې مالونه شخص پورې نه، بلکې خلکو پورې اړه لري، هر زیان چې رسېدلی، باید همدغه وکیلانیې جبران کړي او له خلکو دې بخښنه وغواړي."
خلک د ولسي جرګې له غړو غواړي چې په هېواد کې شته ستونزو ته په کتو روانې لانجې پای ته ورسوي او د شخصي ګټو پر ځای دې ملي ګټو ته پام وکړي.