د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

ملي ارمان: خلیل‌زاد له کومو لاسته راوړنو سره ۷م پړاو خبرو ته داخلېږي؟


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د افغان سولې په اړه وروستیو هلو ځلو او انګلستان ته د ولسمشر غني د سفر په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې له حکومت سره د طالبانو د خبرو نه کولو ربړه به څنګه هواریږي؟ په عنوان په خپره کړې سرمقاله کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د چارواکو له قوله لیکلي دي چې طالبان لا هم له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه‌دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي که څه هم د زلمي خلیل‌زاد په ګډون یو شمېر هېوادونو هڅې وکړې چې طالب استازي له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي خو ښکاري داسې چې دوی ټول په‌دې چاره کې ناکام شول.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې اوس خلیل‌زاد له طالبانو سره اووم پړاو خبرې پیلوي، باید د مسئلې افغاني اړخ معلوم شي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې که طالبان په هېڅ صورت له افغان حکومت سره خبرې نه‌کوي، نو په‌کار ده چې د حکومت په بدیل فکر وشي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د طالب استازو او زلمي خلیلزاد ترمنځ د اووم پړاو خبرو ته چې په نږدې وخت کې به پیل شي اشاره کړې او لیکلي يې دي چې زلمی خلیل‌زاد له کومو لاسته راوړنو سره اووم پړاو خبرو ته داخلېږي؟

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې که څه هم د ښاغلي خلیل‌زاد په غوښتنه زیات شمېر طالب زندانیان له زندانه ازاد شول، خو طالبان لاهم له حکومت سره خبرو ته نه‌دي چمتو.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې چې په اووم پړاو خبرو کې به خلیل‌زاد ډېره هڅه وکړي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته اماده کړي، خو سرمقاله لیکونکی لیکي که ښاغلی خلیل‌زاد دا وار هم په‌دې چاره کې ناکام شو، نو د سولې خبرې به مبهم حالت ته لاړې شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا انګلستان ته د افغان ولسمشر غني سفر ته اشاره کړې او لیکلي یې دي دغه سفر ښيې چې انګلستان د افغانستان امنیت او بیارغونې ته ژمن دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې انګلستان یو وار بیا د تېر په څېر هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې د انګستان له سفر وروسته به د سرطان په شپږمه به ښاغلی غني اسلام‌اباد ته لاړ شي او د دې هېواد له صدراعظم او د پوځ د مشر سره به وګوري.

خو د سرمقالې لیکوال لیکي چې ایا دا وار پاکستان په رښتیا هم د سولې په پروسه کې له افغانانو سره مرسته کوي؟

د سرمقالې لیکوال باور لري چې د پاکستان صدراعظم له افغانستان او هند سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی ځکه د سرمقاله لیکونکي په وینا عمران خان هڅه کوي چې د دې هېواد اقتصاد په پښو ودروي او دا چاره له افغانستان سره له مرستې پرته ځکه ناممکنه ده چې د افغانستان له لارې پاکستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نښلیدای شي.

خو وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې د پاکستان پوځ او استخبارات بیا نه غواړي چې افغانستان باثباته شي او په خپلو پښو ودریږي.

  • هېواد

او هېواد دولتي ورځپاڼې هم انګلستان ته د ولسمشرغني سفر مهم بللی او لیکلي یې دي چې دواړه لوري به د د دوه اړخېزو همکاریو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د جګړې د ختمولو په څرنګوالي خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG