د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

زلمی خلیل‌زاد: د سولې په برخه کابل او واشنګټن په یو نظر دي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

زلمی خلیل‌زاد وايي، د افغانستان د سولې موضوع له افغان حکومت سره په هم‌غږۍ کې پرمخ ځي او کابل او واشنګټن په‌دې برخه کې په یو نظر دي.

د افغان او امریکايي چارواکو د نظر له اختلاف وروسته، اوس افغان حکومت د سولې د خبرو په تړاو د کابل او امریکا ترمنځ د مثبتې فضا د رامنځته کېدو خبرې کوي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د دغه استازي او جمهور رئیس غني په لیدنه کې د افغانستان د سولې د پرمختګ او د هم‌غږۍ او همکارۍ د فضا د رامنځته کېدو خبرې شوي دي.

دی زیاتوي: "پرون جمهور رئیس له ښاغلي خلیل‌زاد سره وکتل، خلیل‌زاد د سولې په اړه خپل نظر څرګند کړ وېې ویل، موږ اوس له افغان حکومت په یوه نظر یو. په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه یې د مثبتې فضا او همکاریو خبرې وکړې. مهمه خبره یې دا وه چې اوس کورنۍ، سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې او د سولې خبرې، د پیاوړي بحث په توګه په سیمه‌ییزه او نړیواله سطحه مطرح دی."

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

مخکې له دې خلیل‌زاد ویلي امریکا هڅه کوي چې د سولې بهیر داسې مسیر ته ورسوي چې د افغانستان خلک ورته له ډېرو کلونو راهیسې سترګې په لاره دي.

دا د افغانستان د سولې لپاره د خلیل‌زاد اووم سفر دی چې سیمې ته یې کوي.

دی د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره له لیدو او د بېلابېلو هېوادونو د ملاتړ د حاصلولو وروسته، کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د سولې لپاره به دغه سفر وروستی نه‌وي، خو د جمهوري ریاست او د افغانستان د سولې د عالي شورا تمه دا ده چې د خلیل‌زاد دغه سفر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیلېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي خلیل‌زاد له جمهور رئیس غني سره د سولې په اړه د سیمې او نړۍ په کچه د پرمختګونو خبرې کړي دي.

د جمهور رئيس د مرستیال ویاند مرتضوي په خبره، د سولې په نوم د جرمني له‌خوا د خبرو د کوربه‌توب ژمنه هم، د دغو هڅو یوه برخه ده.

مخکې له دې د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب، د سولې په تړاو د ښاغلي خلیل‌زاد د هڅو په اړه شک او تردید ښودلی و.

ده ویلي و، معلومېږي چې خلیل‌زاد په افغانستان کې د ځان په مشرۍ د مؤقت حکومت جوړېدل غواړي.

د ښاغلي محب دغه څرګندونې د امریکايي چارواکو له غبرګون سره مخ شوې، حتی خلیل‌زاد خپلې اړیکې د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار سره وشلولې.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دغه مسئله هواره شوې او په هره اندازه چې د سولې په خبرو کې هم‌غږي رامنځته شي، د یادې پروسې له پلي کېدو سره مرسته کوي.

د دغې شورا مرستیال ویاند اسدالله زایري وايي: "کومې هڅې چې کېږي کولی شي، د سولې په پروسه کې د بدلونونو لپاره نوی پیل وي او هیله مندۍ ته زمینه برابروي چې موږ ژر تر ژره د بین‌الافغاني خبرو د پیل او اوربند شاهدان اوسو."

د سولې عالي شورا هیله ښيې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د استازي او افغان چارواکو ترمنځ لیده کاته، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.

له بلې‌خوا د نړیوالو اړیکو پوه خالد سادات وايي، که په‌دې برخه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ یو واحد نظر نه وي، دغه سفرونه کومه نتیجه نه ورکوی.

XS
SM
MD
LG