د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

د ننګرهار اوسېدونکي: ټاکنو لپاره دې د تقويتي نوم‌لېکنې پروسه پراخه شي


ارشیف، د هلمند یو شمېر رای اچونکي
ارشیف، د هلمند یو شمېر رای اچونکي

د را روانو ولسمشريزو ټاکنو لپاره پر تذکرو د سټېکر لګولو پروسه د تېرې اوونۍ په پيل کې پيل شوې چې شل ورځې به دوام وکړي، خو د سیمې خلک وايي، دوی په اسانۍ ورته رسېدنه نه‌شي کولی.

د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي وايي، د تېرو پارلماني ټاکنو پرمهال په اکثرو لېرو پرتو سیمو کې خلکو د ناامنۍ له امله پر تذکرو سټېکرې نه‌دي لګولي.

دوی وايي، اوس چې د امنيت ساحه پراخه شوې خلک په پام کې لري چې په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې پراخه برخه واخلي.

دغه خلک د ټاکنو کمېسیون څخه غواړي چې په هغو ساحو کې چې پخوا ناامنې وې او اوس وضعيت ټاکنو ته جوړ دی هلته دې هم ټاکنيزې حوزې زياتې شي او هم د نوم‌لېکنې تقويتي پروسه دې سياره شي چې خلک ورته په اسانۍ رسېدنه وکړي.

د طاهر باچا په نوم یو تن وايي: "يو ټيم خو ډېر کم دی کار نه ورکوي، موږ خپله شاوخوا لس کيلو متره لېرې پراته يو، غوښتنه مو له چارواکو دا ده چې د دې يو ټيم پرځای ټيمونه زیات شي او کلي پر کلي وګرځي ښه به وي."

سليمان بیا وايي: "مراجعين زیات دي او اکثرا خلک غواړي چې په تذکرو سټېکرې ولګوي خو په ولسوالۍ کې يوه مرکز ته تګ د خلکو لپاره مشکل دی که دوی دا ټيمونه سيار کړي ښه به وي چې ټول خلک ورته رسېدګي وکړي."

د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، د تقویتي ثبت نام دا پروسه د هغو خلکو لپاره پيل شوې چې پر تذکرو يې سټېکرې نه‌دي لګول شوي.

دا چې دغو مرکزونو ته د خلکو رسېدنه ستونزمنه ده په ننګرهار کې د ټاکنو کمېسیون مشر ذبیح‌الله وګړی وايي، د خلکو انديښنې پرځای دي، خو د حوزو زياتول د دوی نه د مرکزي کمېسیون مسؤليت دی چې دوی ته هدایت ورکړي.

دی زیاتوي: "د خلکو دا انديښنې او اړتياوې د درک وړ دي، خو دا زموږ د مسؤلیت نه لوړه ده، تاسو کولای شئ چې زموږ مرکزي کمېسیون سره خبرې وکړئ که هغوی موږ ته سپارښتنه وکړه اوس چې په یوه مرکز کې فعاليت کوو په دوه- درې نورو کې هم کولی شو، خو که مرکزي دفتر اجازه راکړي."

نوموړی وايي، که مرکزي دفتر دوی ته سپارښتنه وکړي دوی کولای شي چې په څو مرکزونو کې د ثبت نام تقويتي پروسه مخته يوسي.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې په پام کې ده چې د ولسمشرۍ را روانې ټاکنې د ميزان په شپږمه ترسره شي، خو په‌دې ټاکنو کې د ولایتي شوراګانو ټاکنې نه‌دي شاملې.

دا راپور په غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG