د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

چین غواړي چې د سولې د خبرو کوربه شي


د ملي امنیت سلاکار حمدالله(ښي) په کابل کې د چین سفیر لیو جین سانګ. June 13 2019
د ملي امنیت سلاکار حمدالله(ښي) په کابل کې د چین سفیر لیو جین سانګ. June 13 2019

چین د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه‌توب ژمنه وکړه.

په کابل کې د چین سفیر لیو جین سانګ دا ژمنه د چهارشنبې په ورځ وروسته تردې وکړه چې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوتزل وویل چې زلمي خلیل‌زاد ترې د افغانانو د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د چین سفیر ښاغلي سانګ پرون د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره د افغانانو د سولې په تړاو خبرې وکړې.

د ملي امنیت د شورا ویاند طارق ارین د دې لیدنې کتنې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د چین سفیر د دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا، امنیت او د ترهګرو پرضد پر ګډې مبارزې خبرې وکړې د چین سفیر د خپل هېواد په استازیتوب ډاډ ورکړ چې دوې دې ته چمتو دي چې د افغانانو په مالکیت د سولې خبرو ته اسانتیاوې برابرې کړي او کوربانه یې شي."

تردې مخکې پرون د چهارشنبې په ورځ له ارګ څخه په خپرې شوې اعلامیې کې د ولسمشر اشرف غني په وینا راغلي و چې جرمني به د سولې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

تردې مخکې جرمني د بین‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته چمتوالی ښکاره کړی و.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سولې په بهیر کې د افغان ښځو د ونډې په اړه په یوې مشورتي ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین ادریس زمان هم د سولې په بهیر کې د جرمني هڅو ته اشاره وکړه.

نوموړي وویل: "زموږ دوست هېواد جرمني غواړي چې د سولې په بهیر کې ونډه ولري په‌دې چوکاټ کې غواړي چې دغه پیل شوي بهیر ته تازه روح ورکړي. د سولې شپږم پړاو چې وشو د پام وړ پرمختګ په‌کې نه و، د اووم پړاو له پیلېدو سره او تر هغه وروسته د بین‌الافغاني مذاکراتو په چوکاټ کې دوست هېوادونه خپل نقش لوبوي چې په‌دې برخه کې موږ د دوست هېواد جرمني نقش ته په درنه ګورو."

په کابل کې مشورتي غونډه"د سولې په پروسه کې د ښځو رول". June 12 2019
په کابل کې مشورتي غونډه"د سولې په پروسه کې د ښځو رول". June 12 2019

د طالبانو د رژیم تر ماتې وروسته د جرمني په بُن کې غونډه وشوه چې په نتیجه کې یې د حامد کرزي په مشرۍ مؤقت حکومت په کابل کې جوړ شو.

د سیاسي چارو کتونکی عبدالکریم حقانیار په‌دې باور دی چې د سولې د خبرو لپاره تر چین جرمني غوره دی:"جرمني له افغانستان سره ښه روابط لرل او لري یې او داسې نه‌ده انګېرل شوې چې جرمني دې کوم غرض ولري نو زه فکر کوم چې د جرمني کوربه‌توب نسبت چین ته ګټور په‌دې خاطر هم دی چې چین د پاکستان ګاونډی دی او ښه اړیکې سره لري چې خامخا به په یوه نه یوه ډول د پاکستان په ګټه څه ترسره کړي."

طالبانو تر اوسه موافقه نه‌ده کړې چې د افغانستان د حکومت له استازیو سره د سولې خبرو ته کیني، خو تمه ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره اووم پړاو خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې په لنډ وخت کې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG