د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

ایراني چارواکي به له جاپانه وغواړي څو د واشنګټن او تهران منځګړیتوب وکړي


د جاپان صدراعظم د ایران له ولسمشر سره وکتل.
د جاپان صدراعظم د ایران له ولسمشر سره وکتل.

د جاپان صدراعظم شینزو ابه په تهران کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره وکتل.

رویټرز اژانس د ایراني چارواکو په وینا څرګندوي چې له ښاغلي ابه څخه به وغواړي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ منځګړیتوب وکړي، څو د تیلو پر صادراتو لګېدلي بندیزونه لېرې شي.

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت د جاپان د سفر پر مهال ویلي و چې توکیو او تهران ډېر ښه روابط لري او دی د دې ملاتړ کوي چې ښاغلی ابه له ایران سره په اړیکو کې همکاري وکړي.

د جاپان صدراعظم د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د کمېدو په نیت ایران ته تللی دی.

تمه ده چې د جاپان صدراعظم به نن پنجشنبه د ایران له ستر مشر ایت الله علي خامنه‌اي سره وګوري. ده پرون د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره خبرې وکړي.

ډونالډ ټرمپ تېره میاشت د جاپان د سفر پر مهال ویلي و چې توکیو او تهران ډېر ښه روابط لري
ډونالډ ټرمپ تېره میاشت د جاپان د سفر پر مهال ویلي و چې توکیو او تهران ډېر ښه روابط لري

دا په څه باندې ۴۰ کلونو کې ایران ته د جاپان د یوه صدراعظم لومړی سفر دی.

وروسته تردې چې تېر کال واشنګټن له ایران سره له اټمي موافقې بهر شو د ښاغلي ابه سفر تر ټولو د جګې کچې هڅه ده چې د ایران او د امریکا د متحد ایالاتونو ترمنځ د کړکېچ د کمېدو لپاره کېږي، خو اسوشیټېډ پرېس اژانس څرګندوي چې په‌دې برخه کې د صدراعظم ابه لپاره بریالیتوب سخته دی.

د «فرهیختګان» په نوم ایرانۍ ورځپاڼې پرون د یوې اټمي چاودنې عکس خپور کړ او د نړیوالې دوهمې جګړې پر مهال د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي د امریکا بریدونو ته په اشاره یې ولیکل چې ښاغلی ابه څرنګه پر جنګي جنایتکار اعتماد کولی شئ؟

په انګلیسي او فارسي ژبو دا لیکنه بیا د ایران اکثرو بنسټپالو رسنیو اقتباس کړه.

د تهران په مهراباد هوایي ډګر کې چې کله د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د چهارشنبې په ورځ د شینزو ابه هرکلی کاوه، څو ساعته مخکې تر دې حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، د سعودي عربستان پر یوه هوایي ډګر برید وکړ او ۲۶ تنه یې ټپیان کړل.

​د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون داسې سخت شرایط نه‌لري چې ایران د اټمي وسلو له جوړېدو، د لېرې واټن توغندیو له تولید او په منځني ختیځ کې له لاس‌وهنو را وګرځوي.

تهران دا خبره رد کړې ده چې په منځني ختیځ کې د یاغیانو حمایت کوي او وایي چې اټمي هلې ځلې یې د انرژي د تولید لپاره دي.

تیره میاشت ایران خبرداری ورکړ که د اټمي تړون اروپایي لاسلیک کوونکي د شپېتو ورځو په ترڅ کې د امریکا د بندیزونو مخه ونه نیسي بېرته به د یوارنیمو غني کیدو ته په لوړه کچه مخه کړي.

جاپان چې له ایرانه تیل اخېستل د امریکا د بندیزونو لپاره له ایرانه د تیلو واردات بند کړې دي، خو د منځني ختیځ تیل د جاپان لپاره خورا مهم دي، ایران خبرداری ورکړی چې د هُرمز تنګي به د تیلو د صادراتو پرمخ وتړي، د نړۍ له درېیو یوه برخه تیل له دې لارې نورو هېوادو ته صادریږي.

XS
SM
MD
LG