په مسکو کې د افغان او طالبانو پلاوي ترمنځ دوه ورځنیو بحثونو کومه نتیجه ورنه کړه.
د دغې ناستې یوې ګډونوالې فوزې کوفي د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، طالبانو پهدغه ناسته کې پر خپل پخواني دریځ ټینګار وکړ او د کمکي اختر په ورځو کې یې اوربند ته غاړه کېنهښوده.
دې وویل، دواړو لورو هوکړه وکړه چې پهدغو مسایلو، د روان میلادي کال د فبروري د پنځمې او شپږمې پر هوکړو ټینګار وشو، په راتلونکي به هم خبرو ته دوام ورکړي: "پر ملکي سیمو لکه مدرسو، ښوونځیو او جوماتو د حملو د بندېدو په اړه خبرې وشوې، د ښځو حقونه او د ملکي کسانو ملاتړ هم د بحث موضوعګانې وې، خو څرنګه چې ټول موارد اوربند پورې تړلي، باید هوکړه پرې شوې او په اعلامیه کې راغلې وای، خو ونهشوه او طالبانو په اوربند توافق ونه کړ."
د طالبانو د پلاوي یو غړي پهدې شرط چې نوم یې وانهخېستل شي ازادي راډیو ته وویل، د اختر په ورځو کې به د اوربند موضوع له خپلې رهبرۍ سره شریکه کړي.
ده په دغو ورځو د اوربند موضوع نه تأیید او نه یې رد کړه.
دی وايي، په قطر کې به د افغانستان د سولې د خبرو اووم پړاو، د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازیو ترمنځ له کمکي اختر وروسته پیل شي.
مسکو د سې شنبې په ورځ د افغانستان د سولې په خاطر، د دوهم ځل لپاره، د افغان او د طالبانو د قطر د دفتر د پلاوو کوربه و.
د افغانستان او په قطر کې د طالبانو د دفتر استازیو د سې شنبې په ورځ د افغانستان او روسیې ترمنځ د سل کلنو دیپلوماتیکو اړیکو په لمانځغونډه کې خبرې لرلې.
- اوربند.
- د جګړې پر مهال د ملکي کسانو خوندیتوب.
- د بندیانو مساېل.
- له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل.
- د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی.
- د بینالافغاني مذاکراتو دوام.
- د اسلامي نظام ټینګښت.
- د خاورې د تمامیت ساتل.
- د ښځو حقونه.
- او داسې نور هغه مسایل دي چې د افغان سیاستوالو او د طالبانو د استازیو ترمنځ د مسکو د ناستې په پای کې د دوی په ګډه اعلامیه کې خپاره شوي دي.
مسکو څلور میاشتې مخکې د فبروري په لومړیو کې هم د افغان سیاستوالو او د طالبانو د سیاسي دفتر د استازیو د لومړۍ ناستې کوربه و چې افغان حکومت رد کړې وه او ويي ویل، د دغې ناستې پریکړې اجرائیي نهدي.
دا چې د افغانستان له خاورې به نړۍ ته ګواښ نه پیښیږي، لازم اصلاحات، د دفاعي او ملي بنسټونو خوندیتوب او ساتنه، د سولې د ټینګښت لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو همکاري او په سیمهییزو او نړیوالو کړکېچونو کې د افغانستان نه مداخله، د طالبانو د پلاوي او افغانستان سیاسیونو د لومړۍ ناستې د ګډې اعلامېې مهمې موضوعګانې وې.
خو په دوهمه اعلامیه کې دغو موضوعګانو ته هېڅ اشاره نهده شوې.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو ځیني پوهان پهدې باور دي چې دا ډول ناستې تر ډېره حده نمایشي بڼه لري او یوازینۍ نتیجه طالبانو ته هویت ورکول دي.
سید اسحاق ګیلاني ازادي راډیو ته وویل:"دا ډول ناستې پرته له دې چې مطبوعاتي تبلیغات وي او د شخصیتونو پيژندنه مطرح کړي، نوره هېڅ لاسته راوړنه نهلري."
له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ازادي راډيو ته ویلي وو چې د مسکو په بین الافغاني ناسته کې د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس او په مسکو کې افغان سفیر برخه اخلي.
پهدې ناسته کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د سولې د عالي شورا د رئیس کریم خلیلي په ګډون ۲۴ افغان سیاستوالو برخه اخېستې وه.
د طالبانو له لوري هم د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ۱۵ نفري پلاوي برخه اخیستې وه او تمه کېده چې دواړه لوري به د اوربند په کولو هوکړې ته ورسېږي.