د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني په طالبانو غږ وکړ چې د روژې لپاره دې سوله وکړي.
طالبانو ته له بېلابېلو خواو پيغامونه ورکړل شوي چې د روژې په خاطر دې اوربند وکړي.
په دې ډلې باندې وروستی غږ پرون یکشنبه د افغان ولسمشر اشرف غني و چې دوی یې وهڅول څو روژې ته په درناوي سوله وکړي.
ده زیاته کړه:
"د روژې مبارکه میاشت د سولې او پخلاینې میاشت ده، زه یو ځل بیا له طالبانو غواړم چې دې میاشتې ته درناوی وکړي او د افغانستان د خلکو د سولې او پخلاینې غوښتنې ته چې د سولې مشورتي لویې جرګې په پرېکړو کې یې په واضح ډول انعکاس وموند، لبیک ووايي."
ښاغلي غني په دغه ویډیويي پیغام کې وویل چې د سولې او پخلاینې لپاره له هر اقدامه هرکلی کوي او خوښ نه دی چې د هېڅ وطنوال وینې یې تویې شي.
تر افغان ولسمشر مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشر تادامیچي یاماموتو هم پرون د شخړې له ټولو خواو وغوښتل چې د روژې میاشتې په مناسبت جګړه ودروي.
یاماموتو ویلي چې روژه افغانانو ته د عبادت او رياضت زمينه برابروي، نو په افغانستان کې د جګړو له اغېزمنو شويو کسانو سره د خواخوږۍ وخت دى.
يوناما د روژې په مناسبت د جګړې بندولو غوښتنه په داسې حال کې کړې چې وسله والو طالبانو د حکومت د اوربند هغه وړاندیز چې افغان ولسمشر اشرف غني د سولې د مشورتي لویې جرګې د پای په ورځ وکړ، رد کړی.
دې ډلې چې سیاسي استازي یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره په دوحه کې په خبرو هم لګیا دي، ټینګار کړی چې په روژه کې به لا خپلو حملو ته زور ورکوي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روژې په مناسبت د دې تر څنګ چې طالبان یې سولې ته بللي، په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو یې هم غږ کړی چې د خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره دې هڅې زیاتې کړي.
ښاغلي غني وویل:
"د افغانستان له امنیتي او دفاعي قواو غواړم چې په دې مبارکه میاشت کې د خلکو د امنیت ساتلو ته لا ډېر پام واړوي او خلکو ته تر وسه دا ضمینه برابره کړي چې خپل ژوند او خپل عبادات په بېغمه زړه وکړي."
افغان حکومت داسې وخت هم پر طالبانو د سولې غږ کوي او هم خپل ځواکونه د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره هڅوي چې دا ډله عملاً جنګ کوي او له امریکا سره په خبرو کې یې ټینګار دا دی چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش وټاکي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمی خلیلزاد د بین الافغاني خبرو د پيل او د اوربند په ټینګار له طالبانو سره د شپږم وار خبرې څلور ورځې مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل کړي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته پرون یکشنبه ماښام لیکلي چې نظرونه یو څه سره نږدي شوي، خو د ده په خبره، په اساسي موضوعاتو لا هم بحث او موافقې ته اړتیا ده.
راپور: صفي الله ستانکزی