د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

نیویارک ټایمز: طالبانو له افغانستانه قطر ته پر تلونکي پلاوي اعتراض کړی


ارشیف، په قطر کې د طالب استازو دفتر, June 18, 2013
ارشیف، په قطر کې د طالب استازو دفتر, June 18, 2013
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، طالبانو له افغانستانه قطر ته پر تلونکي پلاوي اعتراض کړی دی او ویلي یې دي چې د پلاوي د غړیو شمېر ډېر دی.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ دوه ورځنی کنفرانس پیل شي او په‌کې د افغان حکومت د چارواکو په ګډون د سیاسي څېرو یو پلاوی له طالبانو سره خبرو ته کیني.

طالبان چې له امریکایي چارواکو سره د سولې په خبرو بوخت دي تر اوسه یې د افغانستان د حکومت له پلاوي سره له خبرو او لیدو کتو ډډه کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي:

له ټاکلي جدول سره سم د شنبې د ورځې غونډې ته له سیاسي پلوه د یخي د ماتېدو په سترګه کتل کېږي چې ښایي دا خبرې اخر د حکومت او طالبانو مستقیمو خبرو ته لار پرانېزي.

ورځپاڼه لیکي، د پنجشنبې په ورځ په لسګونو افغان چارواکو دا تمه لرله چې قطر ته به ځي، خو کله چې له خوبه راپاڅېدل، په رسنیو کې چې کوم لېست خپور شو په هغه کې د دوی نومونه نه وو او تر دې وروسته دوی ته زنګونه راغلل چې د قطر سفر وځنډېد.

نیویارک ټایمز لیکي چې لا هم له ټاکلي جدول سره سم دا غونډه د شنبې په ورځ پیلېږي، خو یو شمېر چارواکو او ډيپلوماتانو ویلي دي چې ښایي دا ګرانه وي چې رامنځته شوې ستونزه هواره شي.

ورځپاڼه د افغان چارواکو په وینا څرګندوي چې د نژدې دوه سوه کسانو په لېست کې دوی ته بدلون د منلو نه‌دی او دغه لېست دوی قطر ته هم استولی دی، خو طالبانو له دې ډلې سره له غونډې ډډه کړې ده.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي:

په تېرو څو اونیو کې د افغانستان د سیاسي شخصیتونو ترمنځ پر دې اختلافات پیدا شوې دي چې څوک به له طالبانو سره د خبرو مشري کوي، همدا راز د طالبانو دې ټینګار هم مسئله پیچلې کړې ده چې خبرې دي د دوی د ځانګړیو شرایطو له مخې ترسره شي.

  • وال سټریټ ژورنال

بلې امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال بیا د قطر د غونډې په اړه د یوه لویدیځ ډیپلوماټ په وینا لیکلي دي، د پنجشنبې په ورځ د قطر د چارتر شوې الوتکې الوتنه وځنډېده او ولسمشر اشرف غني له خپلو جګ‌پوړیو چارواکو سره په ارګ کې پر دې مسئلې غونډه وکړه.

دې دیپلوماټ چې نوم یې نه‌دی اخېستل شوی وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته دا خبره هم کړې ده چې قطري چارواکو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحد ایالاتونو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم د دې ستونزې د هواري لپاره هلې ځلې پیل کړي دي.

ورځپاڼه لیکي:

د طالبانو چارواکي، افغان او قطري حکومت د پنجشنبې په ورځ نه پوهېدل چې خبرې به کله پیلېږي، خو یوه کس چې له مسئلې خبر دی، ویلي دي چې افغان پلاوی به د جمعې په ورځ ناوخته قطر ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG