د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې ستونزې او پرمختګونه!


د هرات د حوزوي روغتون بېړنۍ څانګه
د هرات د حوزوي روغتون بېړنۍ څانګه

په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له هڅو سره سره لاهم په لېرو پرستو سمېو کې خلک د معیاري روغتیايي خدماتو له نشتوالي شکایت کوي.

سره له دې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د هېواد په کچه کابو ۸۰ سلنه افغانان لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري، خو یو شمېر افغانان روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي.

دوی له هېواد له بېلابېلو ولایتونو ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ښځینه ډاکترانو کمښت، ناسم تشخص او درملنه هغه ستونزې دي چې دا مهال ډېری افغانان ورسره مخ دي.

د کندز ځيني اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په اکثرو ولسوالیو کې د متخصصو ښځينه ډاکترانو د نه موجودیت له امله ښځې د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.

د کندز یوه اوسېدونکي امیر محمد په دغه ولایت کې د روغتیايي ستونزو په اړه وویل:

"یوه ستونزه دا ده چې کار کوونکي کم دي، کافي درمل نه رسېږي، ناروغان له ډېر انتظار وروسته بیا هم ورته نوبت نه رسېږي، غوښتنه دا ده چې د پرسونل د زیاتولو لپاره کار وکړي."

د ارزګان ولایت په یوه روغتون کې ناروغان
د ارزګان ولایت په یوه روغتون کې ناروغان

امیر محمد له حکومته په ځانګړي توګه د عامې روغتیا له وزارته غواړي چې په هغو سیمو کې چې خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، روغتیايي مرکزونه جوړ او مسلکي ډاکتران وګماري، څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

خو د عامې روغتیا وزارت وايي، دا مهال په هېواد کې د قابله ګانو شمېر ۴ زرو ته رسېږي.

د دې ترڅنګ د هلمند اوسېدونکي حی ګل په دولتي روغتونونو کې د ښځينه ډاکترانو او درملو له کمښته شکایت کوي.

دی وایي:

"یو شمېر داسې سېمې دي خلک یې د ولسوالۍ کلینکونو ته رسېدنه نه شي کولای، هيله مند یوو چې مونږ ته د نږدې کلینیکونو زمینې برابرې کړي."

تر دې مخکې د روغتیا نړېوال سازمان هم په افغانستان کې د روغتیايي د خدماتو وضعيت د اندېښنې وړ یاد کړی او ویلي یې دي چې ۴۰ سلنه افغانان روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

خو د کونړ ولایت یوې اوسېدونکې سهیلا وویل چې په دې ولایت کې تر یوه حده روغتیايي خدمات ښه شوي، خو په وینا یې چې دا خدمات بسنه نه کوي او باید لا نور کارونه وشي.

دې زیاته کړه:

"په کونړ کې پخوا تر دې ډېرې ستونزې موجودې وي، خو اوس روغتیا ته لاسرسی زیات شوی، خو دا بسنه نه کوي او باید مرکزونه ډېر شي."

په لېرو پرتو سيمو کې روغتیايي ستونزو د کابل یو شمېر روغتیايي کارکوونکي هم اندېښمن کړي دي.

د کابل ښار د کلینیک یوې ډاکترې عطیې نیکان وویل، که څه هم په کابل ښار کې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ښه شوی، خو په لېرو پرتو سیمو کې ستونزې لاهم موجودې دي.

دا وایي:

"روغتیايي خدماتو ته لاسرسی کم دی، زه خپله قابله یم، کابل کې څه ناڅه کار شوی، خو په لېرو پرتو سيمو کې لاهم ګڼې ستونزې موجودې دي، حتی هېڅ خدمات نشته، همدا وجه ده چې د مور او ماشوم مړینه زیاته ده، باید ورته جدي پاملرنه وشي."

تر دې مخکې د غور اوسېدونکو هم د روغتیايي خدماتو له کمښته شکایتونه کړي.

له بلې خوا د مشرانو جرګې غړي نادر بلوڅ بیا د عامې روغتیا وزارت په کړنو انتقاد کوي او وايي، د ناسمو روغتیايي خدماتو له امله ډېری افغانان بهر ته ځي.

نوموړي وویل:

"د افغانستان په کچه تر اوسه د روغتیايي خدماتو په برخه کې کم کار شوی، حکومت او په ځانګړي ډول د عامې روغتیا وزیر نه دی توانېدلی چې یو یا دوه داسې روغتونونه جوړ کړي، اوس هم خلک له هېواده بهر ځي."

ښاغلي بلوڅ همدارنګه له افغان حکومته وغوښتل چې روغتیايي خدماتو ته پاملرنه زیاته کړې او صحي مرکزونه معیاري کړي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي خدماتو په برخه کې یو شمېر ستونزې مني، خو وايي چې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

فېروز الدین فېروز په دې اړه وویل:

"په ځينو برخو کې د پام وړ بدلونونه راغلي، خو یو شمېر ستونزې هم موجودې دي، دغه سروې په بې‌ پرې ډول ترسره شوې او ټول اړخونه په‌کې څېړل شوي، د بېلګې په توګه، له پنځه کلنۍ په ښکته عمر ماشومانو کې د مړینې کچه کمه شوې، یعنې ۲۰۰۳ میلادي کال کې هرو زرو ماشومانو کې ۲۵۷ ماشومان مړه کېدل، خو اوس په هرو زرو ماشومانو کې ۴۹ ماشومان دي چې ۸۰ سلنه کموالی ښیي او دا د روغتیا وزارت لپاره لویه بریا ده."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په روغتیايي مرکزونو کې د ولادتونو ۵۷ سلنه زیاتوالی، له دولتي روغتونونو د ۶۸ سلنه خلکو ګټه اخيستل، له ۳ زرو د ډېرو روغتیايي مرکزونو زیاتوالی له مهمو پرمختګونو دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG