د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

په طبي برخه کې د هېواد پر ځينو خصوصي تحصیلي بنسټونو د فعالیت بندیز لګېدلی


Stethoscope or phonendoscope on professional computer keyboard. Medical Information and technology concept, close-up
Stethoscope or phonendoscope on professional computer keyboard. Medical Information and technology concept, close-up

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، د دغه هېواد د کابینې د پرېکړې له مخې د یو شمېر خصوصي بنسټونو او لوړو زده کړو موسسو د طبي رشتو په برخه کې پر فعالیتونو بندیر لګېدلی دی.

په خصوصي پوهنتونونو کې د کانکور د ازموینې له اخیستو وروسته اوس د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، په ۶ خصوصي پوهنتونونو کې د طبي زده کړو د برخې کانکور ازموینه نه ده اخیستل شوې او ۲۰ نور پوهنتونونه د محصلینو له جذبه محروم ګنل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند فیصل امین د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د کابینې له دغې پرېکړې وروسته دوی خپل وړاندېزونه چمتو کړي، تر څو په دې برخه کې لا غور وشي.

دی وایي:

"لوړو زده کړو وزارت د کابینې فیصله تطبیق کړې او د هغو ۴۵ بنسټونو په اړه مې چې تاسو ته وویل، ۲۰ بنسټونه یې کمزوري وو او سږکال د محصلینو له جذب هم محروم دي او ۶ نور بنسټونه هم د اوس لپاره د طب پوهنځي په برخه کې فعالیت نشي کولای او بیا به هم د لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې زیات کار وکړي."

ښاغلی امین وایي، د لوړه زده کړو وزارت تل د خصوصي پوهنتونونو او موسسو له کړنو ملاتړ او څارنه کوي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، څه موده مخکې د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو یو ګډ پلاوی جوړ شو چې د خصوصي پوهنتونونو د طبي زده کړو په برخه کې څارنه وکړي.

ویل کېږي چې دغه پلاوي خپل راپور کابینې ته وړاندې کړ چې له هغې وروسته د افغانستان کابینې د کمزورو پوهنتونونو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.

د کابینې د پرېکړې په بنسټ، یو شمېر نورو پوهنتونونو ته هم وخت ټاکل شوی چې خپل فعالیتونه معیاري کړي.

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې تېره ورځ د افغانستان په ټولو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د لسانس او ماسټرۍ په کچه د کانکور ازموینې واخیستل شوې.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، دا مهال د ټول هېواد په کچه ۱۳۱ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت کوي.

له دې سره د روغتیایي برخې ځيني کارپوهان د کابینې له دغې پرېکړې هرکلی کوي او وایي، په ډېریو دغو شخصي پوهنتونونو کې هغه شرایط چې باید د طب پوهنځي یو محصل یې ولري، موجود نه دي.

د روغتیايي چارو پوه ډاکتر پرویز اقبال وایي:

"هغه پوهنځي یې چې بند کړي، نه خو کوم مجهز لابراتوار لري او نه هم داسې روغتون شته چې دوی په کې عملي کار وکړي، که واقعاً داشان اقدامات او دقت وشي چې ستندردېزشن، کیفیت او معیاریتوب رامنځته شي او له امله یې داسې ډاکتران ټولنې ته وړاندې شي چې د خلکو په درد وخوړل شي، نو زه یې هرکلی کوم."

که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په طبي برخه کې د امکاناتو مطابق د ښو خدمتونو د ترسره کولو خبره کوي، خو لیدل کېږی چې ګڼ شمېر افغانان د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول، پاکستان او هند ته مراجعه کوي چې عمده لامل یې د تکړه ډاکترانو کمښت او د ناوغیو تشخیص ښودل شوی دی.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG