د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

د شکایتونو کمېسیون: انتخاباتو ته د چمتووالي چارې په نورمال شکل روانې دي


ارشیف، د انتخاباتي رأیو یو صندوق
ارشیف، د انتخاباتي رأیو یو صندوق

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د شکایتونو د څېړلو او ارزونې ډېری چارې د دارالانشاء په ریاست پورې اړه لري، نو ځکه د کمېشنرانو لیرې کېدو د دوی په چارو ډېر اغېز نه‌دی کړی.

د یاد کمېسیون سرپرست او د دارالانشاء رئیس محمد علي ستېغ د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۵» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د هغو ولایتونو چې شکایتونه‌يې نه‌دي څېړل شوي د شکایتونو د څېړلو او د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د چمتووالي چارې د کمېشنرانو په نشتوالي کې هم په نورمال شکل روانې دي.

د نويو کمېشنرانو تر معرفي کېدو پورې به په نورمال شکل خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

نوموړی وايي:

"شکایتونو ته د رسېدو بهیر ۷ پړاوه لري چې له پرېکړو پرته نورې شپږ يې په دارالانشاء پورې اړه لري، پرېکړې کمېشنران کوي چې د هغوی تر راتګه پورې به نورې چارې په نورمال شکل په ټول جدیت سره پر مخ ځي."

ارشیف، د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون لوګو
ارشیف، د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون لوګو

دا په‌داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د نوي قانون له مخې د انتخاباتي کمېسیونونو د غړو له عزل کېدو وروسته د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتیجو او د راتلونکو انتخاباتو د برخلیک په اړه د خلکو ترمنځ جدي اندېښنې راپورته شوې دي.

خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د شکایتونو له جدي څېړلو ورهاخوا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته چمتووالی هم په ښه شکل روان دی.

ښاغلي ستېغ دغې خبري غونډې ته وویل، د ولسمشرۍ انتخاباتو ته هم په عملیاتي او هم بودجوي پلان کار کېږي.

د انتخاباتو د نوي قانون تر توشېح وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سرپرستي د یادو کمېسیونونو د دارالانشاء رئیسان پر غاړه لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي، دا کار ممکن د نتیجو اعلان له نور ځنډ سره هم مخ کړي.

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د یاد بنسټ اجرائيوي رئیس یوسف رشید يې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ هیله‌مند یو چې د کابل په شمول د نورو ولایتونو نتیجې هم ژر تر ژره اعلان او د نویو کمېشنرانو د ټاکلو بهیر ژر بشپړ شي ځکه هسې نه خدای مه‌کړه له ژمي وروسته د ملي شورا له پیل سره نیم پخواني وکیلان او نیم نوي بریالي شوي وکیلان ولرو."

حکومت ویلي، د نوي قانون له توشېح وروسته د اوو ورځو په اوږدو کې د هغه لېست بشپړېدو ته منتظر دي چې له مخې به‌يې نوي کمېشنران وټاکل شي.

د دغه ټول بهیر د بشپړولو لپاره زماني مهالوېش نه‌دی په ډاګه شوی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ د نوي قانون له مخې د کمېشنرانو په ژر معرفي کېدو ټينګار کړی دی.

د نوي توشېح شوي قانون له مخې د کمېشنرانو دا نوی لېست به په عدلیې وزارت کې د ثبت شویو ګوندونو، کاندیدانو او مدني ټولنو له‌خوا ولسمشر ته معرفي کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG