د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

د اوبو په اړه د افغان او ایراني چارواکو کلنۍ غونډه په تهران کې جوړه شوې


آرشیف، د سالنګ سیند
آرشیف، د سالنګ سیند

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د اوبو په اړه د افغان او ایراني چارواکو کلنۍ غونډه په تهران کې جوړه شوې ده.

د افغانستان او ایران د اوبو د مرستیالانو غونډه په داسی حال کې په تهران کې جوړه شوې چې په افغانستان کې د وچکالۍ د دوام له امله اوبه کمې شوي او خلکو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د ۱۳۵۱ لمریز کال د معاهدې پر اساس دا غونډه هر کال د کمیسارانو په سطحه جوړېږي، خو د اوبو د کموالي او د دې معاهدې د سمې پلي کېدو په هدف، سږ کال د اوبو د مرستیالانو په کچه جوړه شوې ده.

د دې وزارت د اوبو عمومي رئیس انجنیر ویس بصیري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان پلاوی به په دې درې ورځنۍ غونډه کې له ایراني چارواکو سره د اوبو د معاهدې په ټولو اړخونو خبرې وکړي.

ده وویل:

"د دې لپاره چی موضوع حساسه ده، د وچکالۍ بحث مطرح دی او مونږ له وچکالۍ سره مخ یوو، د شوې معاهدې پر اساس، د ایران له چارواکو سره به بحث وکړو، څو وتوانېږو چې قناعت ورکړو او ښې حل لارې ته ورسېږو، هڅه کوو چې مناسبې حل لارې ومومو او مونږ د هلمند سیند د معاهدې سل په سلو کې عملي کول غواړو."

د ۱۳۵۱ لمریز کال د معاهدې پر اساس، ایران ته باید په یوه ثانیه کې ۲۲ متره مکعبه اوبه ورکړل شي، خو په ثانیه کې ۴ متره مکعبه نورې د ښه نیت په توګه د افغانستان له خوا ورکول کېږي.

په معاهدې کې دا هم راغلي چې د اوبو جریان له طبیعي شرایطو سره تړاو لري، یعنې د اقلیمي بدلونونو سره سم که د هلمند د سیند اوبه کمېږي، نو ایران ته دې د اوبو جریان هم کم شي.

خو ایراني چارواکو تل له افغانستان سره د اوبو په مسئلې څرګندونې کړي، د نوموړي هېواد جمهور رئیس حسن روحانی څه موده مخکې ویلي وو چې ایران به د اوبو په مسئلې په تېره د افغانستان له خوا د اوبو د بندونو د جوړېدو په اړه چپ پاتې نه شي.

دې خبرو په افغانستان کې تند غبرګونونه را وپارول، حتی ولسمشر غني وویل چې هڅه کېږي چې نور د دې هېواد اوبه ضایع نشي.

آرشیف، ولسمشر غني تېر کال د کمال خان بند د جوړېدو د کار د پیل پرمهال
آرشیف، ولسمشر غني تېر کال د کمال خان بند د جوړېدو د کار د پیل پرمهال

​ښاغلي غني تېر کال د کمال خان بند د درېیمې برخې د جوړېدو د کار د پیل پرمهال ویلي وو چې د افغانستان د اوبو مدیریت یو حتمي او اړین کار دی.

په عین حال کې د ولسي جرګې د انرژۍ او اوبو د تنظیم د کمېسیون غړې نسیمه نیازۍ وایي چې اوس مهال ایران ته ډېرې اوبه بهېږي او افغان حکومت یې باید مخه ونیسي.

دا وایي:

"څومره اوبه چې په تړون کې ذکر شوي، لس برابره زیاتې ایران ته بهېږي، دا د افغان حکومت حق دی چې د اوبو په مسئله کې له ایران سره واضح او څرګندې خبرې وکړی، ایران د دې لپاره چې افغان حکومت ونه توانېږي چې له خپلو اوبو سمه ګټه واخلي، حتی په هغو سیمو کې یې نا امني رامنځته کړې، افغان پلاوی باید په جدي ډول له خپلو حقونو دفاع وکړي."

افغانستان له ایران سره د هلمند سیند د اوبو له وېش پرته له بل هېڅ یوه هېواد سره د اوبو د وېش تړون نه لري، خو دا هېواد د اوبو د زېرمه کولو له درکه په نړۍ کې تر ټولو په ټیټه سطحه کې دی.

د راپورونو له مخې، افغانستان ۷۵ ميلیارده متره مکعبه سطحي اوبه لري، خو یوازې له ۳۰ فیصدو یې استفاده کوي او پاتې ۷۰ فیصده یې ګاونډیو هېوادونو په تېره ایران او پاکستان ته بهېږي او دا هېوادونه په وړیا توګه ورڅخه ګټه اخلي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG