د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

ولسمشر غني: د سولې وړاندیز مو غیر مشروط دی، خو د سولې لپاره شرایط لرو


افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن چهارشنبه د نومبر په ۲۸مه وویل چې له طالبانو سره د سولې موافقې، د روغې جوړې پروسې، په ډموکراتیک سېسټم کې د هغوی د شاملولو او په ټولنه کې د هغوی د ادغام هڅو ته یې پنځه کاله وخت ټاکلی دی.

اشر ف غني وویل:

"د افغانستان د ټولو وګړو مخصوصاً، د ښځو حقونه او د وګړو مسؤلیت د اساسي قانون په حساب خوندي دي، اساسي قانون منل شوی او د تعدیل وړاندیز باید د قانون د حکم له مخې وي، ملکي خدمات او دفاعي او امنیتي ځواکونه باید له قانون سره سم فعالیت ته دوام ورکړي، هېڅ ډله چې مسلح یا له بهرنیو ترورېستي شبکو، له بهرنیو مخربو سازمانونو یا داسې دولتي او غیر دولتي ادارو سره تړاو ولري چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه کې وي، په سیاسي پروسه کې د ګډون اجازه نه لري."

افغان ولسمشر نن چهارشنبه په جنيوا کې نړیوالې غونډې ته وویل چې له ولس سره تر اتو میاشتو مذاکرو وروسته یې د سولې لپاره پلان جوړ کړی او درې اساسي اندېښنې خلکو ورسره شریکې کړې دي.

د هغه په وینا، لومړۍ اندېښنه د افغانستان د اساسي قانون مصؤنیت و، دوهمه له نړیوالې ټولنې سره د مشارکت ساتل او درېیمه اندېښنه دا وه چې د افغانستان حکومت باید د سولې د پروسې مشري وکړي او دا پروسه باید د افغانانو په رهبرۍ پرمخ ولاړه شي.

غني وویل، دې شرایطو ته په پام یې له طالبانو سره د مذاکرو دولس کسیزه ډله برابره کړې چې د هغه په وینا، د جمهوري ریاست د دفتر مشر عبدالسلام رحیمي یې مشري کوي.

په دې ډله کې د معارف وزیر محمد میرویس بلخي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیره حسینه صاپۍ، د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت مرستیاله عالمه، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال عبدالتواب بالاکرزی، د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال جنرال عبدالله عباد، د ولسي جرګې غړي عطالله لودین او شاه ګل رضايي، د پکتیا والي شمیم خان کټوازی، د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو رئیس توریالی غیاثي، د حج او اوقافو وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب او د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي شامل دي.

د سولې مشورتي بورډ چې ولسمشر غني یې نن په جنيوا کې یادونه وکړه، نهه کمېټې لري چې دهغه په وینا، د افغانستان د ټولنې د هرې برخې استازیتوب کولای شي.

د جنيوا په غونډه کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د سولې لپاره د حکومت د هڅو پر جزیاتو خبرې وکړې.

ښاغلي عبدالله وویل:

"له دې پرته چې د افغانستان د سولې خیال په حقیقت بدل شي، هېڅ بله چاره نشته."

هغه ټینګار وکړ چې د سولې مشري باید افغانان وکړي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"سوله باید د افغانانو او د افغانانو په مشرۍ وي، باید ټول په کې شامل وي، باید د ټولو افغانانو د بشري حقونو درناوی وکړي، مخصوصاً د ښځو د حقونو، د اساسي قانون درناوی باید په کې وشي، د افغانستان د خلکو لاس ته راوړنې چې د زرګونه افغانانو د قربانۍ او د هغوی د نړیوالو شریکانو د ملاتړ نتیجه ده، باید په کې خوندي شي."

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس څرګنده کړه چې د جنيوا په نړیواله غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازو د افغانستان حکومت ته وړاندیز کړی چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې منځګړیتوب وکړي او ولسمشر اشرف غني یې هرکلی کړی دی.

خو هغه د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه خیست.

د جنيوا په نړیواله غونډه کې د روسیې او جرمني په ګډون، د نړۍ د ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د یو شمېر نړیوالو سازمانونو استازي حضور لري.

دا غونډه د افغانستان د حکومت او ملګروملتونو په مشرۍ جوړه شوې ده.

په دې غونډه کې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګريني له افغانستانه د خپل سیاسي ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

موګرینی وویل، اروپايي اتحادیه کولای شي چې د سولې په پروسه کې د ښځو، اقلیتونو، سیاسي اومذهبي ډلو د استازو د ګډون لپاره ښه زمینه برابره کړي، له هغو کسانو سره چې له جګړې لاس اخلي او د هغوی له کورنیو سره عادي ژوند پېلوي، په بیا مېشتېدو کې مرسته وکړي.

دې لوړ رتبه ډيپلوماتې د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې د سولې په ټینګښټ کې د اروپايي ټولنې رول ته اشاره وکړه او ویې وویل چې دوی په افغانستان کې د سولې د موافقې د ضمانت کوونکو په توګه کولای شي چې د سولې له بقا سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د سولې د هڅو د بریالیتوب خوشبیني تر هغه وروسته زیاته شوه چې د امریکا حکومت د سولې لپاره خپل ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد معرفي کړ.

خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه تر اوسه دوه وارې کابل او دوحې ته تللی دی.

هغه په قطر کې د طالبانو د سیاسي استازو له دفتر او د افغانستان د حکومت او مدني ټولنې له غړو سره د سولې د موافقې په اړه خبرې وکړې.

طالبانو اول وار ومنله چې په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر استازو د امریکا له ځانګړي استازي سره د سولې لپاره پر خپلو شرایطو رسمي خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG