د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

ملېټري ټايمز: د افغانستان د ښارونو مرکزونه له خطر سره مخامخ دي


  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې افغانستان يا عراق ته د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د احتمالي سفر په اړه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ويلي چې دی ښايي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د لومړي ځل لپاره له امریکايي ځواکونو سره د لیدو لپاره د جګړې سیمې ته لاړ شي.

مقاله یادونه کوي چې دا په داسي حال کې ده چې پر ټرمپ انتقادونه زیات شوي چې په عراق او افغانستان کې ګومارل شويو د امریکايي ځواکونو په لیدو او نظامي چارو ته په پاملرنه کې پاتې راغلی دی.

ولسمشر ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ويلي چې دی ښايي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د لومړي ځل لپاره له امریکايي ځواکونو سره د لیدو لپاره د جګړې سیمې ته لاړ شي.
ولسمشر ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ويلي چې دی ښايي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د لومړي ځل لپاره له امریکايي ځواکونو سره د لیدو لپاره د جګړې سیمې ته لاړ شي.

مقاله ليکي: که څه هم ټرمپ د خپل دفاع وزير جېمز مټېس غوښتنه ومنله چې په سوریه او افغانستان کې د امريکايي ځواکونو حضور ته دوام ورکړي، خو دی په دغو جګړو کې د امریکا ښکېلتيا نه‌خوښوي.

خو د ټرمپ سلاکاران وايي، ده چې د جګړې سيمو ته سفر نه‌دی کړی، په دې معنی نه‌ده چې خپلو نظاميانو ته پام نه‌کوي.

  • واشنګټن پُسټ: د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته څلور ځلې سفر وکړ.
    ​د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د خپلې ولسمشرۍ پر مهال افغانستان ته څلور ځلې سفر وکړ او وروستی سفر يې په ۲۰۱۴م کال کې وو.
  • هر ځل د خپل سفر پر مهال اوباما له امریکايي ځواکونو سره وکتل.

د امريکا دفاع وزارت د ارقامو له مخې له هغه راهيسې چې ټرمپ د امریکا ولسمشر شوی دی، په افغانستان، عراق او سوریه کې د امریکا ۶۰ نظاميان وژل شوي دي.

  • ملېټري ټايمز

ملېټري ټايمز خپرونې د افغانستان لپاره د امریکا د بيارغونې د ځانګړي سرپلټونکي يا سيګار د راپور په اړه ليکلي چې وايي: په افغانستان کې د دښمن حملې کمې شوي، خو تلفات په داسې حال کې زیات شوي چې د ښارونو مرکزونه له خطر سره مخامخ دي.

مقاله اشاره کوي چې که څه هم د غزني ښار نيولو په خاطر د زر کسيزه طالبانو حمله پر شا وتمبول شوه، اوس هم سخت دريځې ډلې د ښارونو مرکزونه تهديدوي.

ملېټري ټايمز: که څه هم د غزني ښار نيولو په خاطر د زر کسيزه طالبانو حمله پر شا وتمبول شوه، اوس هم سخت دريځي ډلې د ښارو مرکزونه تهديدوي.
ملېټري ټايمز: که څه هم د غزني ښار نيولو په خاطر د زر کسيزه طالبانو حمله پر شا وتمبول شوه، اوس هم سخت دريځي ډلې د ښارو مرکزونه تهديدوي.

د سيګار په راپور کې په ځانګړې توګه د فراه ښار نوم ياد شوی چې په مې مياشت کې طالبانو يې د لنډې مودې لپاره کنټرول تر لاسه کړ.

د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي راپور د روان کال د جولای مياشتې څخه تر سپټمبر مياشتې پورې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه وايي چې په ټوله کې د دښمن حملې کمې شوې دي، خو د ځانمرګو بريدونو او د ملکيانو د تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان: د ۲۰۱۷م کال په پرتله په ځانمرګو بریدونو کې ۳۸ فیصده زیاتوالی راپور کړی دی.

د دې مودې پر مهال د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې هم د ۲۰۱۷م کال په پرتله په ځانمرګو بریدونو کې ۳۸ فیصده زیاتوالی راپور کړی دی.

په همدې حال کې امریکايي ځواکونو هوايي حملې هم زیاتې کړې دي.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي نوی راپور وايي، افغان حکومت د افغانستان ۵۵ فیصده ځمکه په خپل کنټرول کې لري.

XS
SM
MD
LG