د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

د خوست چارواکي وايي چې نن په یاد ولایت کې د رای اچونې ټول ۱۸۶ مرکزونه
د رای اچونکو پر مخ خلاص دي.

دوی وايي، ځینې ستونزې شته، خو د امنیتي ګواښونو له کبله هېڅ د رای اچونې
مرکز نه دی تړلی.

په خوست ښار کې د رای اچونو مرکزونو ته زرګونه خلک وروان دي، د رای اچونې
په مرکزونو کې له دې کبله د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې چې د تخنیکي ستونزو له
کبله رایې ژر-ژر نه شي استعمالولی.

د خوست ښار د یعقوبیو اډې جومات ته سهار وختي د سلګونو کسانو اوږد کتار
جوړی شوی وو.

د ټاکنو د کمېسیون او د څار د یو شمېر ادارو سربیره په خپله نوماندانو په
مرکز او ټولو ولسوالیو کې زرګونه کسان ناظرین ګمارلي، تر څو د درغلیو مخه
ونیول شي.

رای اچونکي وايي، د ټاکنو کمېسیون لخوا ګمارل شوي کسان بایوميټریک سره ښه
نه دي بلد، ځینې مرکزونه ناوخته پرانیستل شول، خلک غوښتنه کوي چې د
ټاکنو بهیر له ټاکلي وخت دوه ساعته زیات نور هم وغځېږي.

د خوست چارواکي وايي چې نن په یاد ولایت کې د رأی اچونې ټول ۱۸۶ مرکزونه د رأی اچونکو پر مخ خلاص دي.
دوی وايي، ځینې ستونزې شته، خو د امنیتي ګواښونو له کبله هېڅ د رای اچونې مرکز نه دی تړلی.
په خوست ښار کې د رأی اچونو مرکزونو ته زرګونه خلک ور روان دي، د رأی اچونې په مرکزونو کې له دې کبله د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې چې د تخنیکې ستونزو له کبله رأی ژر-ژر نه شي استعمالولی.
د خوست ښار د یعقوبیو اډې جومات ته سهار وختي د سلګونو کسانو اوږد کتار جوی شوی وو.​

په ننګرهار کې د انتخاباتو ژوندی بهیر:

د ازادي راډیو خبریال نورالله شایان وايي په کابل کې د باقر العلوم جومات چې د رایې ورکونې مرکز پکې دی خلک شکایت کوي چې د دې مرکز کارکوونکي د انتخاباتو پروسه په چټکۍ مخکې نه بیايي.

خو د انتخاباتو کمیسیون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG