د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

په خوست کې د رأی اچونې ټول ۱۸۶ مرکزونه پرانیستې دي

د خوست چارواکي وايي چې نن په یاد ولایت کې د رأی اچونې ټول ۱۸۶ مرکزونه د رأی اچونکو پر مخ خلاص دي.
دوی وايي، ځینې ستونزې شته، خو د امنیتي ګواښونو له کبله هېڅ د رای اچونې مرکز نه دی تړلی.
په خوست ښار کې د رأی اچونو مرکزونو ته زرګونه خلک ور روان دي، د رأی اچونې په مرکزونو کې له دې کبله د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې چې د تخنیکې ستونزو له کبله رأی ژر-ژر نه شي استعمالولی.
د خوست ښار د یعقوبیو اډې جومات ته سهار وختي د سلګونو کسانو اوږد کتار جوی شوی وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG