د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۵

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ژمنه وکړه چي د رأی اچونکو د موجودیت په صورت کې به تر څلورو بجو وروسته هم د رأی اچونې بهیر ته ادامه ورکړي.

په ارزګان ولایت کې له نن سهار راهیسې د رأيې اچونې بهیر په داسې مهال پیل شوی چې د خلکو له نیوکو سره مخ دی.

په ارزګان کې د انتخاباتو بهیر
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:57 0:00

په ارزګان ولایت کې له نن سهار راهیسې د رأيې اچونې بهیر په داسې مهال پیل شوی چې د خلکو له نیوکو سره مخ دی.

له دې سره په ترینکوټ ښار کې له سهار راهیسې څو پرله پسې توغنديز بریدونه هم ترسره شوي چې دوه ماشومان يې ټپیان کړي دي.

د دې راپور نور تفصیل د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:11 0:00
مستقیم لېنک

په زابل کې پر هغو وسله والو هوائي بريدونه شوي چې غوښتل یې د ټاکنو بهير ګډوډ کړي.

د زابل ولایت د رسنیو له مرکزه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر وسله والو باندې هوائي بريدونه د قاطع ملاتړ ماموريت ځواکونو د زابل په شاجوی، شينګۍ، ميزانې، نوبهار او ښار صفا ولسوالیو کې ترسره کړي چې له امله يې ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی لس موټرسايکلونه او دوه موټرونه هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG