د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

د فراه ۴ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې او ۶ یې تر امنیتي ګواښونو لاندې!


د فراه سیمه‌ییز چارواکي د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي چې که پاملرنه ونه‎شي نو دغه ولایت به یو وار بیا د وسله‎والو طالبانو په لاس سقوط شي.

د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختاور د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال د دې ولایت څلور ولسوالۍ د وسله‎والو مخالفینو په لاس کې دي او پاتې شپږ يې هم تر سختو امنیتي ګواښونو لاندې دي.

ښاغلي بختاور وویل چې وړمه شپه هم د دې ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې وسله‎والو طالبانو د ملي اردو په یو بېز حمله وکړه چې د ملي اردو ۱۸ سرتیري په‎کې وژل شوي او ۱۵ نور د طالبانو په لاس اسیران شوي دي.

فرید بختاور
فرید بختاور

نوموړي زیاته کړه:

"یوازې ښار پاتې دی، خو د دې ښار په درې یا څلور کیلومترۍ کې هم د دښمن حضور شته او وسله‎وال مخالفین د ښار په کمربندي پوستو حتی جبهه‎يي جګړې کوي او له بده‎مرغه چې زموږ د ښار کمربندي پوستې هم پنځه او یا هم لس پولیس نه‎لري، وړمه شپه هم وسله‎والو طالبانو د ملي اردو یو لوی پنځه دېرش کسیزه بېز ته سقوط ورکړی دی."

نوموړی وايي، د وسله‎والو طالبانو ګواښونه ان د ښار پنځه کیلومترۍ ته را رسیدلي او نېږدې هره شپه د ښار د امنیتي کمربند په پوستو حملې کېږي.

د ښاغلي بختاور په خبره، د دوی د معلوماتو له مخې همدا اوس هم د فراه په اړوند سیمه کې د کندهار هرات لویه لار د وسله‎والو مخالفینو له لوري تړل شوې ده او د پلټنې مرکزونه یې پرې جوړ کړي دي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال د غويي یا ثور د میاشتې په ۲۵ مه هم وسله‎والو طالبانو د دې ولایت په مرکز له څلورو خواوو ډله‎ییزه حمله وکړه چې د څو ساعتونو لپاره يې د فراه د مرکز ځینې سیمې په خپله ولکه کې راوستې.

د ولایتي شورا رئیس فرید بختاور له حکومته غواړي چې د فراه امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

خو د افغانستان دفاع وزارت که څه هم په یاد ولایت کې یو شمېر امنیتي ستونزې مني، خو وايي چې د فراه په څلورو ولسوالیو کې د وسله‎والو مخالفینو پر ضد تصفیوي عملیات روان دي چې په ترڅ کې یې په لسګونو وسله‎والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوېد دا نه مني چې په پشت رود ولسوالۍ کې دې یو شمېر افغان سرتېري د مخالفینو له‎خوا نیول شوې وي، خو وايي، د ملي اردو پر بېز د وسله‎والو مخالفینو د حملې په اړه څېړنې پیل شوي دي.

غفور احمد جاوېد
غفور احمد جاوېد

جاوېد زیاته کړه:

"تېره ورځ چې کومه پېښه رامنځته شوې وه، په اړه يې څېړنې روانې دي، د عسکرو اسیر کېدل موږ نه تأييدو کله چې څېړنې بشپړې شوې په‎دې اړه به معلومات درکړو، خو د فراه په بالابلوک، خاک سفید او پشت رود کې زموږ عملیات دوام لري او له امله‎يې لسګونه وسله‎والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

وسله‎وال طالبانو هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې يې د ملي اردو یو بېز نیولی او یو شمېر عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او ځینې يې ژوندي له ځانه سره وړي دي.

فراه د افغانستان هغه لویدیځ ولایت دی چې له ګاونډي هېواد ایران سره ګډه اوږده سرحدي پوله لري.

د دغه ولایت سیمه‎ییز چارواکي ادعا کوي چې د فراه په ناامنۍ کې ایران په مستقیم ډول لاس لري، د بخش اباد د اوبو بند او په فراه کې د ټاپي پروژې تېرېدونکې نل‎لیکه هغه څه دي چې د یاد ولایت چارواکي يې د فراه د ناامنه کېدو اصلي لاملونه ګڼي.

XS
SM
MD
LG