د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د وچکالۍ له وېرې باران ته د کابل د اوسېدونکو هیلې!


تر څو میاشتو وروسته، نن د کابل ښار پر ځينې برخو نری باران وشو.

د ښار یو شمېر اوسېدونکو د باران د نندارې عکسونه پر فېسبوک خپاره کړي او حتا زیري یې سره کړي دي.

خو ملګري ملتونه اټکل کوي چې سږکال به هم وچ وي.

د دې سازمان په وینا، سږبه د نورو کلونو په پرتله په افغانستان کې اورښتونه ۷۰ فیصده کم وي او سږ به پنځم کال وي چې په پرله پیسې ډول، د بزګرو حاصلات کمېږي.

د دې سازمان په حواله، دوه په درې افغانستان وچکالۍ ځپلی دی.

ملګري ملتونه وايي سږکال به هم ژمی ګرم وي، د وچکالۍ له امله به د ځمکې په تل کې د اوبو سطحه لا ټيټه شي.

کابل ښار
کابل ښار

د تاوده ژمي خبر ښايي هغو کډوالو ته چې تازه افغانستان ته راستانه شوي او لا هم د سرپناه کولو ځای نه لري، جګړې بې کوره کړي یا د نورو عواملو له مخې تر خېمو لاندې پراته دي، ښه زېری دی.

خو د هغو سیمو خلکو ته بد زېری دی چې کښتونه یې ډېرې اوبه خوري، لا هم ځمکې په کاریزونو خړوبوي، کښتونه یې وچکالۍ کمزوري کړي او څاروي یې وږي دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان په حواله، سږکال په افغانستان کې تر ۲میلیونه زیات وګړي د شدیدې وچکالۍ له امله خوراکي موادو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري.

د فاریاب د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکی، محمد اکبر منصورزی وايي، داسې وچکالي په وروستیو ۶۰ کلونو کې ساری نه لري.

هغه ازادي راډیو ته د خپلې سیمې د وضعیت په اړه ویلي:

"علاوه پر ۴۰ کلنې جنګزدګۍ، زموږ په ولسوالۍ کې داسې وچکالي ده چې هېڅ نمونه یې ما په وروستیو۶۰ کلونو کې نه وه لیدلې، زموږ کرنه خو بالکل ختم شوه، زموږ څاروي قتل شول، اوس نوبت د انسانانو دی چې هېڅ ډول امکانات نه لري."

د څړ ځایونو او اوبو کموالي کوچیان هم اندېښمن کړي
د څړ ځایونو او اوبو کموالي کوچیان هم اندېښمن کړي

د غورماچ ولسوالۍ دې اوسېدونکي پر حکومت ږغ وکړ چې مرسته وکړي او د ممکنې فاجعې مخنیوی وکړي:

"زه هیله کوم چې [ریاست مبارزه با] حوادث طبیعي، ملي تجاران او بهرنۍ خیریه موسسې کمک وکړی که نه دلته به فاجعه پېښه شي."

د غور د تیوره ولسوالۍ اوسېدونکی، محمد رسول عزیزي هم ورته خبره کوي:

"موږ سږکال په دې روان قتل او قتال سربېره، وچکالۍ عاجزه کړي یو، دلته د غرونو په لمنو کې د عاجزۍ داسې حد ته رسولي یو چې نه زموږ د خوراک څه لرو نه زموږ څاروي خواړه لري او نه هم کوم کاروبار لرو."

د ملګرو ملتونو د بشري فعالیتونو د هماهنګۍ ادارې د سپټمبر په ۲۰مه وویل چې یوازې په دوو ولایتونو، هرات او بادغیس کې ۲۵۰ زره کسان د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي دی.

ملګرو ملتونو وویل چې یوازې په بادغیس کې ۱۲۰ زره کسان له کلیوالي سیمو د دې ولایت مرکز قلعه نو ته کډه شوي دي.

دې سازمان وویل، په هغو سمیو کې چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا بهرنۍ خیریه موسسې فعالیت نه لري یا محدود کار کوي، وچکالۍ ځپلي خلک له اساسي خطر سره مخامخ دي.

د چاپېریال ساتنې څارونکی، میرویس خوګياڼی وايي چې له وچکالۍ ځپلو خلکو سره بېړنۍ مرستې د ستونزې لنډ مهالی حل دی او د اوږدمهالي حل لپاره باید افغانستان د خپلو اوبو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.

فراه کې بخش اباد بند
فراه کې بخش اباد بند

میرویس خوګیاڼی زیاته کړه:

"حکومت مسئولیت لري چې په افغانستان کې شته اوبه یا د اوبو سرچینې خوندي کړي، ښه مدیریت یې وشي ځکه موږ د اوبو ضایعات ډېر زیات لرو، دوهم، باید د بارانونو او د اوبو د طبیعې زېرمو د خوندي کولو او ساتلو لپاره بندونه جوړ کړو تر څو اوبه زخیره شي او د ځمکې په تل کې د اوبو کچه لوړه شي."

ښاغلي خوګیاڼي وړاندیز وکړ چې حکومت د داسې ونو او نباتاتو کښت رواج کړي چې کمو اوبو ته اړتیا لري او د وچکالۍ لپاره مناسب دي.

خو د افغانستان حکومت څه کوي؟

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت ویاند، اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې راتلونکې میاشت په وچکالۍ ځپلو سیمو کې د ۱۰ زره ټنه اصلاح شوي تخم د وېشلو پلان لري.

اکبر رستمي وویل چې په وچکالۍ ځپلو سیمو کې یې د څارویو د خوارکي موادو د وېش دوهم مرحله هم پېل کړې او د ستونزې د دایمي حل لپاره سږکال ۲ نیم میلیارده افغانۍ د اوبو لګونې پروژو ته ځانګړې دي.

د هغه په وینا، راتلونکی کال به دا بودجه لا زیاته شي.

اکبر رستمي
اکبر رستمي

اکبر رستمي زیاته کړه:

"زموږ د وزارت یو اساسي اولویت او د راتلونکي کال اولویت چې اوسمهال کار ورباندې کېږي د چک بندونو او بندونو او د اوبو د ساتنې د حوضونو جوړول او د داسې پروژو عملي کول دی چې د خلکو ځمکې خړوب کې، ډېرو کرنیزو ځمکو ته اوبه وروسوي او د کروندګرو په ژوند کې اساسي تغیر راولي."

خو رستمي ونه ویل چې د اوبو لګونې داسې پراختیايي پروژې به له پېل تر بشپړېدو څومره وخت نیسي او کله به د خلکو وچو کښتونو ته اوبه ور ورسوي.

XS
SM
MD
LG